دفاع وزارت: پر داود خان روغتون د بريد په تړاو لس چارواکي له دندو لرې کړای شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) الماس خدرخېل

حکومت وايي، په کابل کې د سردارداود خان روغتون د بريد په تړاو او بې پروايۍ له امله يې لس امنيتي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت نن دوشنبه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، د ملي دفاع وزارت پر داود خان روغتون د بريد په تړاو د وظيفوي غفلت له کبله له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلې چې د لرې کړی شويو کسانو پرځای به وړ اشخاص وټاکل شي.

د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر دوه ورځې مخکي د يوه حکم پر بنسټ د دفاع وزارت د کشف او استخباراتو مشر له دندې ګوښه کړ.

د دفاع وزارت همدا راز وايي چې د جمهوري رياست د حکم پر اساس د تورنجنرال عبد المنان فراهي دنده ځنډول شوې، او پر ځای يې بريد جنرال دين محمد د کشف او استخباراتو د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

له دندو لرې کړای شوي او څارنوالۍ ته معرفي کړای شوي هر يو د طبي ملاتړ قوماندان بريد جنرال عبد الکبار (راسخ)، د صحيه قوماندانيت اوپراتيفي نوکريوال ډګرمن حکيم ګل، د صحيه قوماندانيت د ارکان رياست سرپرست ډګرمن صلاح الدين، د صحيه قوماندانيت د استخباراتو ضد مدير ډګروال مير احمد، د اکاډمي قوماندانۍ د استخباراتو ضد مدير ډګرمن محمد ظفر، د طبي حمايت د قوماندانۍ د محافظ ټولي قوماندان تورن نويد، د بريد د تاريخ د قراول نوکريوالۍ امر لومړی بريدمن جاويد، د محافظ ټولي د بلوک قوماندان تورن محمد طاهر، او د نوکريوال مرستيال دوهم بريدمن علي احمد دي.

د ياد بريد مسئوليت د داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button