تبصره
د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارچ د میاشتې راپدېخوا په سوریه کې جګړه پیل شوې ده چې دا دی شپږ کاله یې پوره کیږي. د جګړې د پیل په وخت کې د ملګرو ملتونو لخوا په سوریه کې روانه جګړه یو انساني ناورین وبلل شو؛ خو د وخت په تیریدو سره د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو هغه غږ چې د ۲۰۱۱ میلادی کال په پیل کې یې کاوه او د سوریې جګړې ته یې انساني ناورین وایه هغه هم د سترو هیوادونو د سیالیو په دوام چوپ شو.
په نړۍ کې چې څومره هېوادونو کې جګړې روانې دي په دې جګړو کې د یوه جګړه ځپلي هیواد د ولس رایه نه شته چې جګړه دې دوام وکړي؛ ځکه چې په ټولو هغو هیوادونو کې چې جګړې پکې روانې دي لکه افغانستان، عراق، سوریه، یمن، سوډان، سومالیه او… مالي او ځانی تاوانونه یې دوی ګالي خو ګټې یې سترو هیوادونو ته رسیږي.
د سوریې په جګړه کې د شرق او غرب د اهدافو سیالي روانه ده. دا مهال ټوله سوریه په کنډوالو بدله شوې ده چې د تیرو درې میاشتو د حلب د ښار پر سر جګړه د سوریې په شپږ کلنه کلنه جګړه کې سخته او پرېکنده جګړه وه، چې په سوریه کې د واکمن حکومت بشارالاسد ځواکونو د روسیې او ایران په ملاتړ په مخالفینو بری وموند.
د سورېې په جګړه کې تر۲۹۰ زرو زیات وګړي ووژل شول او تر پنځو لکو یې اروپایی او نورو هیوادونو ته کډې وکړې. په سوریه کې روانه جګړه یوه پیچلې جګړه ده، چې د سترو هیوادونو اهداف پکې په ظاهره پټ، خو ډیر پټ رازونه پکې نغښتي دي چې یوازې د روسېې، امریکا یا ایران او سعودي تر منځ سیالي نه ده بلکه دا جګړه د خلیج یا (سره تنګي) تر جګړې هم مرګونې او د سترو هیوادونو د سیالیو جګړه ده .
د سوریې په جګړه کې خلیج او منځنۍ اسیا په نظرکې نیول شوې ده چې په اور کې به یې د عربو په شمول د سیمې ټول هیوادونه سوځي. که څه هم د سیمې هیوادونه د سوریې له جګړې د خطراحساس نه کوي؛ خو چې کله ورته د اور غرغنډې ورسیږي بیا به ملګرې ملتونه، اروپایي ټولنه او د سیمې هیوادونه د سوریې د جګړې په پایلو خبر شي.
په هر هیواد کې چې جګړې شوې دي او یا روانې دي په مخامخ جګړو، عملیاتو او بمباریو کې ښځې او ماشومان زیات قرباني شوی دي. په نورو هیوادونو کې دومره ماشومان د جګړې په اورکې نه دي سوځول شوي لکه د سوریې په ماشومانو چې کوم قیامت روان دی.
د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د ادارې خوله د موچي په رینه ګڼدل شوې ده. د سوریې د ماشومانو په حال د انسان د زړه نه وینې څاڅي؛ خو دا چې د سترو طاقتونو د سیالیو جګړه ده تش په نامه ملګري ملتونه هیڅ نه وایي. ملګرو ملتونو تیر کال په سوریه کې لنډ مهاله ډز بندي وکړه خو هغه ډز بندي د زرګونو سوریایي ماشومانو او ښځو په وژلو تمامه شوه.
د سوریې په جګړه کې د امریکا، اسرائیلو، ایران، ترکیې، روسېې او یو شمیر نورو هیوادونو سیالي روانه ده. د پای ګټه یې لا څرګنده نه ده چې د سوریایي ماشومانو او ښځو په وینو روانه جګړه به د کوم ښکرور هیواد په ګټه تمامیږي؛ خو وسلې پکې د یادو هیوادونو ښه په خلاص مټ پلورل کیږي.
په سوریه او نورو اسلامي هیوادونو کې هیڅ وخت داسې حال نه شو راتلای خو د عرب لیګ او (او.آی. سي) خوبولې پالیسي او بې غوري ده چې مسلمانان د ګوانتامو په زندان کې په سپیوداړل کیږي، د روهنګیا مسلمانان برمایی وحشیان ژوندي په اورکې سوځوي اوافغانان د باګرام زندان په پنجرو کې په غیرانساني سلوک ځورول کیږي.
د ملګرو ملتونو دنده یواځې دا نه ده چې د جګړو څارنه وکړي؛ دنده یې د جګړې بندول دي چې متاسفانه خپله ملګرې ملتونه، د امنیت شورا او د بشر د حقوقو اداره په روانو جګړوکې لاس لري. که یې نه لرلای د نورو جګړه ځپلو هیوادونو په څیر به د سوریې ماشومان د بارودو په لمبوکې نه سوځېدل.

















