سوريه : په بمباریو کې لږترلږه  ۷۵ ولسې وګړې وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۵) محمد طاهر

د سوريې هیواد نه په یو رارسیدلي تازه راپور کې ویل شوي، په پلازمینه دمشق کې د بشار اسد ځواکونو د پرون سهار راهیسې هوايي بریدونه پیل کړي، چې تردا مهاله يې له ۶۰ زیات بریدونه کړي دي.

په دې بریدونو کې تراوسه د ۳۲ ولسي وګړو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی او په لسګونه نور پکې ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې دا بریدونه یواځې په دمشق کې نه، بلکې د ترکيې پولې ته نږدې په ادلب ښار کې هم جریان لري.

 د بشار ځواکونو په ادلب ښار کې  د ګازو په یوه فابریکه بمبار کړې چې تر ۴۳ زیات کسان پکې وژل شوې او تر ۱۰۰ کسانو پکې مسموم شوي دي.

د یادونې ده، چې دمشق او ادلب ښارونو کې ډیر واک له وسله والو سره دی، خو په دې ښارونو کې عام ولس هم ژوند کوي، چې د اسد ځواکونه  د وسله والو او ولسي وګړو تر منځ فرق نه کوي او هره ورځ په لس ګونه ولسې وګړې په بمباريو کې وژل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button