(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) الماس خدرخېل
د پاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو وزير عبدالقادر بلوڅ وايي، چې پاکستان حکومت ته يې د دې وړانديز کړی، ترڅو افغان کډوال وکولی شي پرته له ويزې پر مهاجر کارت تګ راتګ وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه د افغان ژورنالستانو سره د کتنې پر مهال وکړې او زياته يې کړه حکومت يې د افغان کډوالو په اړه سياسي اجماع رامنځته کړې او د ټولو سياسي ګوندونو په موافقه نوې ستراتيژي جوړه او کابينې له خوا منظور شوه.
بلوڅ وویل چې دا نوې ستراتیژي یې له افغان حکومت سره په مشوره جوړه کړې او په خبره يې د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغانان په خپله خوښه په عزت او درناوي سره ستنېږي.
هغه زیاته کړه، دوی حکومت ته وړاندیز کړی چې کډوال د کډوالۍ پر کارت پرته له ویزې تګ راتګ وکړای شي خو حکومت تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
ده وویل چې له افغان حکومت سره په همغږۍ به ډېر ژر د غیر راجستر شوو ۶۰۰ زرو کډوالو د نوم لیکنې پروسه پیل شي.
دغه راز نوموړی وايي، د نوې ستراتيژۍ له مخې به افغان محصلينو، سوداګرو او هغو کسانو ته چې دلته او هلته يې ودونه کړي، ځانګړې ويزې ورکول کېږي.
















