د حکومت پخوانی ولسوال او د ولايتي شورا یو تن غړی طالبانو سره يوځای شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۶) الماس خدرخېل
په روزګان ولايت کې يو تن پخوانی چارواکی او د ولايتي شورا يو بل غړی وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي.
په سيمه کې يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې تېره ورځ په چورې ولسوالۍ کې د چارچينو، چورې او ګيزاب ولسواليو پخوانی قومندان او ولسوال اخترمحمد له خپلو ټولو پلويانو سره وسله والو طالبانو سره يوځای شوي دي.
سرچينه زياتوي، د نوموړي ځوی او ولايتي شورا غړی حاجي نذرمحمد هم له خپلو کسانو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.
وسله وال طالبان د دوی تسليمېدل مني او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې دواړه په سيمه کې نفوذ لرونکي او مهم چارواکي دي چې دوی ته تسليم شوي دي.
په روزګان کې زياتې سيمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي، چې وخت ناوخت د مرکز ترينکوټ په نږدې سيمو کې هم په دولتي ځواکونو بريدونه ترسره کوي.
تر دې مخکې هم يو شمير چارواکي او دولتي منسوبين د وسله والو طالبانو ليکو سره يوځای شوي دي.



