د سوریې روغتیاپالانو په ادلب ښار کې د کیمیاوي برید په اړه تفصیل راپورنه ورکړل

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د سوریې روغتیاپالانو د هغه کیمییاوي برید په اړه چې د اسد رژیم د هوایی ځواکونو د الوتکو لخوا د ادلب ښار پر ملکي خلکو تر سره شو تفصیلات اعلان کړي چې له امله یې سلګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او د وژل شویو شمیر د زیاتیدو اندیښنه یې هم څرګنده کړې ده.

یو سوریایي ډاکټر عبدالمؤمن جعفر وایي چې: د ادلب ښار د معرة النعمان په سیمه کې یې کلینک ته د کیمیاوي وسلې د برید له کبله هغه اغیزمن شوي کسان د علاج لپاره وروړل شوي چې پرون سهار د ادلب په ښار کې د اسد رژیم د الوتکو لخوا تر برید لاندې نیول شوي چې له جملې نه یې ښځې او ماشومان هم دي.

ډاکټر جعفر چې د ادلب ښار په خان شیخون ښارګوټي کې د سوریایي رژیم د الوتکو لخوا د کیمیاوي وسلو د استعمال نه پس د پیښې د قربانیانو د لومړنيو مرستو مسؤلیت په غاړه درلود د الأناضول خبري آژانس ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې: د کیمیاوي وسلو له کبله د اغیزمن شویو زیاتره ملکي کسانو په تن د خوب جامې پر غاړه وې، او زیاته یې کړه چې د دوی ټیم په دې ونه توانید چې د دغه زهرجان ګاز نوعیت معلوم کړای شي.

ډاکټر جعفر د کمزوري طبي امکاناتو نه په اندیښنې سره وویل چې: مونږ ټول هغه څه چې په توان کې مو وو ترسره کړل، خو ومو نکړای شول چې د دغه استعمال شوي زهرجن ګاز نوعیت معلوم کړو، او دا هغه فعالیت و چې مونږ باید ترسره کړی وی خو ومو نشوا کړی، ځکه چې د ښاري دفاع ټولني هم د دغه ګاز نه متاثره شول.

له بلې خوا یوه بل ډاکټر مصطفی سواش ویلي دي چې: ګهیځ د وخته مونږ روغتون ته په منډه ځانونه ورسول، خو د استعمال شوي ګاز نوعیت مو ونه پیژندو، نږدې ۱۵۰ اغیزمن کسان مو پیدا کړل چې ټول د لړزیدو په حال کې وو، او ۲۵ نور مو ولیدل چې وژل شوي وو، او د اویاو نورو حالت د اندیښنې وړ ښکاریدو.

ډاکټرسواش زیاته کړه چې د سیمې خلکو ته مو پوهاوی ورکړچې یو ځل بیا د دې ډول برید احتمال وجود لري نو ځکه خلکو ته په کار دې چې کلي خوشې کړي او لوړو ځایونو ته وخیژي او خپل بدنونه په لمدو مالوچو وپوښي.

بل خوا یوه بل ډاکټر نامر مدین ويلي دي چې: کله چې مونږ له خپلو امبولانسونو سره یو ځای د پیښې ځای ته ورسیدو نو ومو لیدل چې په سلګونو انسانان چې له دغه زهرجن کیمیاوي ګاز نه اغیزمن شوي وو پر ځکه بې یاره او مددګاره پراته وو.

هغه څرګنده کړې چې زمونږ امبولانسونو بیا دغه متأثرین مختلفو روغتونونو ته ورسول، خو اندیښنه ده چې د وژل شویو په شمیر کې به زیاتوالی راشي.

د تیرې سه شنبې په سهار له سلو نه زیات ملکي خلک هغه مهال وژل شوي چې د ادلب ښار د خان شیخون په سیمه کې د اسد رژیم د الوتکو د کیمیاوي ګاز د استعمال له کبله یې ساه ګانې بندې شوي او وژل شوي دي او له پنځو سوو نه زیات یې ټپیان دي چې زیاتره یې تنکي ماشومان دی.

دا برید له هغه برید نه وروسته تر ټولو زیات خونړی برید ګڼل شوي چې په ۲۰۱۳ کال د اګست په میاشت کې د اسد سفاک رژیم ځواکونو د سارین ګاز په استعمال سره په الغوطة الشرقیة کې تر ۱۳۰۰ زیات ملکي کسان وژلي وو.

دا په داسې حال کې چې تر دې دمخه د ملګرو ملتونو او کیمیاوي وسلو د نه استعمال تنظیم په ګډه سره د سوریې رژیم د زهرجن ګاز په استعمال تورن کړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button