د ساز او موسیقي ضررونه

احمد جنید مبارز

هغه فسادونه او ضررونه چي په موسیقي او غزلو ویلو کي موجود دي په لاندي ډول دي:

۱: ساز او موسیقي په زړه کي نفاق او منافقت پیدا کوي.

۲: د ساز او اواز محبت، د زړه څخه د قران کریم محبت باسي.

۳: ساز او موسیقي رب جل جلاله په قهر کوي.

۴: ساز او موسیقي د الهي شکر سره ضِد او منافي دي.

۵: ساز او موسیقي په دنیا او آخرت کي د عذاب سبب ګرځي.

۶: ساز او موسیقي ملائکي شړي او شیطان راجلبوي.

۷: ساز او موسیقي د زنا لار او د زنا تعویذ دی.

۸: ساز او موسیقي عقل ته تغیر ور کوي، حیا لږوي، مړانه نړوي.

۹: ساز او موسیقي د شرابو او نشې وظیفه اجراء کوي، په انسان هغه کارونه کوي چي شراب او نشه یې په کوي.

۱۰: ساز او موسیقي انسان د لمانځه او د الله جل جلاله د ذکره څخه منعه کوي.

ددغو ټولو خبرو د اثبات لپاره تاسي د غزلچیانو او د هغو کسانو ژوند چي همېشه وکنسرټو ته حاضریږي په دقیقه څېړنه سره تر نظر وباسئ، حقیقت به درته معلوم سي.

اې مؤمنانو! الله ته توبه وباسئ، خالصه توبه؛ كېداى سي چي الله ستاسي بدي درڅخه ايسته کړي او تاسي داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيږي. دا به هغه ورځ وي چي الله خپل پېغمبر او هغه كسان چي له هغه سره یې ايمان راوړی دى، رسوا نه کړي؛ د هغو رڼا به د هغو مخكي مخكي او ښى پلو ته ځغلي؛ او هغوي به وايي: “اې زموږ ربه! زموږ رڼا بشپړه کړه او موږ ته بښنه وکړه، ته د هر څه وس واك لرې.”

[سُوۡرَةُ التّحْریم : 8]

الله جل جلاله دي ما او تاسي ته دده جل جلاله د ذکر، شکر، تقوا، عبادت، صادقي توبې او ښه عمل توفیق راکړي، الله جل جلاله مو دي دده جل جلاله پر دین او اطاعت قایم او ثابت ولري، الله جل جلاله مو دي د نفس او شیطان د پټو او ښکاره ګمراهیو څخه وساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button