راځئ خپل اولادونه په کرکه نه، بلکه په مینه وروزو

ژباړه: عزیر اسدخیل
یوه ورځ مې زوی په کور کې له ټولو سره بده رویه کړې وه، خور یې ووهله، ورور یې وکنځلو او په مور یې غصه وکړه. کله چې زه له خپل کار نه کور ته راستون شوم نو ټولو راته د هغه له بدې رویې شکایت وکړ.
زوی مې هم په دې انتظار و چې کله به زما منګولو ته راځي، او ما هم اراده وکړه چې هغه به رانیسم؛ خو چې ورته مې وکتل نو د هغه په سترګو کې مې عاجزي خاکساري او خپګان تر سترګو شو، هغه حس کړې وه چې ټول یې په مخالف اړخ کې قرار لري، او د ټولو بد ځینې راځي. نو ما په چوپتیا کفایت وکړ، او ټولو ته مې وویل: زه به ورسره ګورم.
لږ وروسته له هغه سره یو ځای مسجد ته ولاړم، په لاره کې مې د هغه پر اوږو لاس کیښود، هغه رانه وویریدو چې ګوندې زه یې وهم، خو ما ورته وویل: مه ویریږه، ته ښه هلک یې خو بیا داسې مه کوه.
هغه هک حیران شو، زما نه یې دا توقع نه وه چې ګوندې زه به ورته دومره په آسانۍ سره معافي وکړم، خو دې معافۍ بل ډول خوند پیدا کړ، نو ماته یې مخ کړ زه یې مچ کړم او راته یې وویل: پلارجانه! زه درسره ډیره مینه لرم.بیا یې له ماسره وعده وکړه چې نور به له خور، ورور او مور سره ظلم نه کوم، مونږ دواړو فکر وکړ چې دا اصلاحات به څنګه راولو.
څه موده وروسته مې ورسره یو ځای فکر کاوه چې خور، ورور او مور څه ډول له ځانه راضي کړي، په دې سره ډیر زیات خوښ شو او ورځ تر بلې یې حالات د اصلاح پر لور په تغیر وو.
نو له دې نه ما دا خبره کشف کړه چې مونږ خو خپل اولادونه د بدۍ پر مهال مجازات کوو غصه پرې کوو، وهو او ټکو یې، خو په دې نه پوهیږو چې څه ډول یې د اصلاح پر لور رهي کړو.
