شمالي کوريا د نوي بالستيک توغندي ازموينه وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۵) الماس خدرخېل

د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون خبر ورکړی، چې شمالي کوریا نن چهارشنبه د دولس بجو په شاوخوا کې يو نوی بالستيکي توغندی توغولی دی.

رسنيو د دفاع وزارت له قوله ويلي، نوی ازمايل شوی KN15 ډوله بالستيک توغندی دی چې د شمالي کوريا د سينپو د بندر نه د جاپان سمندر پر لور توغول شوی دی، دغه هېواد په نوموړي بندر کې د تحت البحري کښتيو نظامي اډه هم لري.

شمالي کوريا تېره مياشت په يو ځل څو توغندي د جاپان سمندر په لور وار کړل، چې ورسره د ملګرو ملتونو او امريکا په ګډون د ځينو هېوادونو اندېښنې يې زياتې کړې.

داسې راپورونه ورکول کېږي، چې د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون د خپل نيکه د زېږېدنې د ورځې په مراسمو کې يوځل بيا د اټومي بم ازموينه وکړي.

د شمالي کوريا ازموينه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې ده نن د چين ولسمشر د امريکا له ولسمشر ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې د شمالي کوريا د وروستيو ازموينو او تاوتريخوالي د زياتېدلو په اړه خبرې وکړي.

څو ورځې مخکې د امريکامتحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و، که چين د شمالي کوريا پر وړاندې اقدام ونه کړي نو د دغه هېواد مسلې حل کولو او اتومي پروګرام ختمولو لپاره په يواځې ځان تيار يو.

بل پلو شمالي کوريا هم ګواښ کوي او وايي، د امريکا جګړی ته پوره چمتووالی لري او که د امريکايي پوځونو په لږ تعرضي حرکت هم پوه شي نو دوی به پرې د درنو وسلو بريدونه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button