هيواد ته د کډوالو په ستنيدا به د کډوالو وزارت کډه وکړي

سرلیکنه

د يوه څه ځنډ وروسته افغانستان ته يوځل بيا د کډوالودستنیدا لړۍ پيل شوه  افغان کډوال ترټولو هيوادونو په  ايران او پاکستان کې زیات  ميشت شوي دي چې له پاکستان اوايرانه په خپله خوښه خو له اروپايي هيوادونو څخه د هغه هيوادونو د پاليسۍ په اساس هغه بهرني پناه غوښتونکي چې د ميشتيدني قانوني اسناد ېې نه وي پوره کړي له اروپايي هيوادونو ايستل کيږي .

دا دې د ژمي په تيريدو سره د يوې خوا له اروپايي هېوادونو دغيرقانوني په نامه او له ايران اوپاکستانه د ملګرو ملتونو د پروګرام له مخې په خپله خوښه افغان کډوال هيواد ته ستنيږي خو په افغانستان کې د کډوالو په نامه وزارت د کډوالو سره هيڅ ډول مرسته نه شي کولاى او نه ېې ورسره کړې ده.

د کډوالو وزارت لپاره يوه ستونزه له بهرنيو هيوادونو د کډوالو ستنيدا ده دبلې خوا په داخل دهيواد کې د جګړو له امله افغانان بې ځايه شوي دي چې دې ستونزې ته د نا امنيو په دوام تراوسه افغان حکومت ځواب نه دى ويلى.

د ملګرو ملتونو د تازه خپور کړل شوي راپورپه اساس په تيرکال کې له ٢٢ناامنه ولاياتو څخه تر ٤٧٤٠٠پورې افغانان  په خپل هيواد کې د جګړو له امله نورو سيموته کډوکولو ته اړکړل شوي دي چې د روانو نا امينو له امله ېې د نورو کډو کولو انديښې هم شته .

چې کله د افغانستان د جګړې د حل په اړه په کوم هيواد کې دغونډې خبر ترسترګو شي موږ خوښ شو چې د افغانانو بدبختيوته به د پای ټکې کيښوول شي يواځې په افغانستان کې نه بلکې  دافغانستان دامن سره به په سيمه کې امن راشي خو غونډې وشي ، د نورو غونډو وعدې اعلان شي بياهم د جګړې اور په افغانستان کې بل دی،  څرګنده نه ده چې ترڅو به دا د تباهيو او مرګونو اور په افغانستان کې بل وي.

لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې (يو،اين ،سي،ايچ ، آر) هيواد ته د ستنيدونکو افغانانو سره د مرستې نيمايي برخه د بودجې د کموالي له امله کمه کړه دارنګه دسولې عالي شورا هم اعلان   وکړ چې  شورا دبودجې دکمښت سره مخ او يوه مياشت وشوه چې د سولې شوراغړوته ډالري معاشونه، نه دي ورکړل شوي.

په ولسواليوکې د جګړو اوپه ښارونو کې د لوړو کرايو له امله کډوال خپل ژوندکولو ته حيران دي په جګړو کې دومره وګړي له خپلو کورونو پريښودوته نه اړکيږي لکه په چاڼيزو عملياتو کې چې اړشول .

که دا جګړې ، چاڼيز عمليات، له بهره د کډوالو راستيندا همداسې دوام وکړي او د کډوالو د چارو وزارت په وس هيڅ پوره نه وي وزارت اړدى چې دکډوالودغوښتنواونیوکوله امله کډه وکړي، که نن  ېې ونه کړي سباخو به ېې کوي  ځکه هيڅ ورسره نه شته د تيرو ودوکالو ستانه شوي کډوال د نمرو اسناد په لاسونوکې ګرځوي خو هيڅ ډول مرسته ورسره تراوسه پورې نه ده شوې .

په داخل دهيواد کې د بې ځايه شوو او يا له بهره راستانه شوو کډوالو سره د کډوالو وزارت د ژوند اړونده اجناسو اوخوراکي توکو څه مرسته نه ده کړې،  د دوه کالو راپديخوا د کډوالو د چارو وزارت دا نغاره ډنګوي چې د بې ځايه شوو لپاره ېې خپلو سيموته د ځای پرځاى کولو په پرګرام کار پيل کړى دى خو د بې ځايه شوو سره د مرستو پرځای  وزارت بې ځايه لښګتونو کې زياتوالى راوستی، که بې ځايه شوو او هيواد ته  راستانه شوو کډوالو سره د کړوژمنوپه اساس کډوال خپل حقوق وغواړي د کډوالو  وزارت به  له هيواد کډه  وکړي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button