پلچرخي محبس کې یو شمیر زندانیانو خپلې شونډې ګنډلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۷) محمد طاهر

د کابل پلچرخي محبس یو مسئول چارواکی عبد الحلیم کوهستانی وايي، د محبس یو شمیر بندیانو خپلې شونډې ګنډلي او د نه خوړو اعتراض يې پیل کړی.

کوهستاني رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا ۳۰ کسان چې خولې ګنډلې د هغو ۳۰۰ کسانو په ډله کې شامل دي، چې دوی د بند پاتې برخه په خپلو ولایتونو کې تیرول غواړي.

نوموړی زیاتوي، اعتراض کونکې دا غوښتنه هم لرې چې د خاصو ارزښتونو په ویاړ دې د ولسمشر د عفوې په فرمان کې د دوی قید کم یا خوشې کړی شي.

د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر بندیانو له لوري په پلچرخي کې اعتصاب تایید کړ، خو دا یې ونه منله چې ډېرو کسانو خولې ګنډلې دي.

د مشرانو جرګې یوه غړي محمد هاشم الکوزي وویل چې په اعتراض کوونکو کې د مخدرو موادو د قاچاق په تور نیول  شوي کسان او د طالبانو غړي هم شامل دي.

خو دولت د سیاسي بندیانو خپلو ولایتو ته لیږل درست نه بولي، ځکه چې هلته طالب بندیان په اسانې سره کولی شي له زندان نه په زور او یا په تخنیکې لارو اوزي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button