ليکوال: امين وردګ
راځئ چې حق او حقيقت ووايو!
زه چې هره ورځ له کوره وځم نو ارو مرو مې د طالبانو په يوه کړنه سترګې لګيږي او يا مې تر غوږونو را رسيږي؛ يا خو حد اقل د دوى په اداره او نظم کې فکر کوم.
طالبان اوس داسې حساسو پړاونو ته ننوتلي دي؛ چې د نړۍ هېڅ خپلواکي غوښتونکى ټولى نه دى ننوتى؛ ځکه چې له يوې خوا يې نږدې له ټولې نړۍ سره په داسې اکر (حالت) کې جګړه ده چې د دوى لاسونو نسبتاً هغوى ته تش دي.
له بلې خوا د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم د انتظام او مديريت د پاره رسمي او علني مراکز نه لري.
طالبان (پرته له دافع هوا) له هوايي ځواکونو سره ډغرې وهي.
طالبان هېڅ داسې مرکز نه لري چې اغزن تار ترې تاو وي.
طالبانو د عامو خلکو زړونه ګټلي دي.
د حکومت ډېره پانګه د جاسوسۍ په شبکه لګيږي؛ مګر باالعکس ! د طالبانو استخباراتي کارکوونکي پرته له معاشونو او نورو امتيازونو څخه دوى ته خدمت کوي.
د طالبانو سم په نيمايي ملګري په ښارونو او لويو لارو کې آزاد ګرځي.
امنيتي لګښتونه يې دومره محدود دي چې د سړي خندا ورته راشي؛ ځکه چې د يوه کلي پر سر يو کس کافي دى هغه هم له يوې مخابرې او يوه موټرسيکل سره.
هغه د ملکي کميسيون مشر يې له يوې بدلې توپانچې سره (پرته له نورو ساتونکو) د زرګونو کورونو کړکېچن موضوعات حلولاى شي.
وړوکي مشران خو يې پر ځاى پرېږدئ؛ آن واليان يې هم د ولايتونو په ټولو ولسواليو کې يوازې او يا هم له ((يوه ملګري)) سره په يوه موټرسيکل او يا يوه موټر کې ګرځي راګرځي.
تر ټولو جالبه يې لا دا ده چې که د طالبانو کوم مسئول د داسې يوه شخص په نوم د جلب ورقه وليکي؛ چې هغه د ښار په مينځ کې استوګنه ولري؛ نو ارو مرو به را حاضريږي او يا به په کوم روحي تکليف اخته کيږي.
زموږ يو ملګرى دى؛ هغه د سيدآباد د ولسوالۍ په څنګ کې دوکان لري هغه ويل: وايي عسکر ماته راغى او يو شى يې پکار وو؛ مال ولې له هغه فلاني سره شته کنه؛ وايي ټول دوکانونه بند دي مال ولې؟ وايي ولې ته نه يې خبر؟
مال نه؛ وايي طالبانو ټول دوکانداران جلب کړي دي، که ته هم ورنشې سر د غوڅوي ګوره! واى ما ورته وخندل چې زه هم دا دى دوکان تړم او ورځم.
نه يوازې دا چې طالبان په امنيت او ښه اداره کې پياوړي دي؛ بلکې په دپلوماسۍ کې هم داسې تعجب کارونو کوي چې د نړۍ ديپلوماتان ورته هکپک دي.
په2001 م کال کې طالبان هغه ډله بلل کېدله چې بايد نوم او نښان يې ورک شوي واى؛ مګر نن بيا نړۍ ورته په يوه سوپر طاقت قائله ده: ځکه چې نړيوال سوپر طاقتونه يې صفر ته را ښکته کړل.
ملکي کميسيون يې هر قسم حقوقي دعوې په يوه اونۍ کې بايد حل کړي؛ که چيرې مسئله جزائي وي نو نظامي کميسيون ته راجع کيږي چې بايد حل يې تر دوو ورځو وانوړي.
همدارنګه د دوى نظامي تشکيلات هم څه عجب دي !
په لسګونو واليان خو څه چې آن ټول واليان هم په يوه ورځ کې تبديلولاى شي.
داسې يو اداري سستم يې رغوولى؛ چې عمومي امير يې هم سرکشي نه شي کولاى او نه د امير په له لاسه ورکولو کې د دوى تر مينځ نفاق راځي.
هر نوى زعيم چې وټاکي؛ له اختلاف او انتقاد پرته د ټولو مشرانو او کشرانو د سترګو تور شي په همغه ورځ هم نظامي کارونه ښه ګړندي روان وي: په کومه ورځ چې د دوى عمومي امير شهيد شوى وي.
د نړۍ په تاريخ کې داسې نه ده پېښه شوې چې په مياشتو مياشتو هم د عمومي امير په مرګ څوک نه وي خبر شوي؛ هغه هم په داسې حال کې چې جګړه له ټولې نړۍ سره روانه وي.
کله چې په افغانستان کې واګې د اسلامي امارت په واک کې وې؛ نو د افغانستان ټولې سرحدي پولې يې (د ډيورنډ په ګډون) داسې وساتلې: چې لس متره هم چا غصب ته زړه ښه نه کړ.
داسې مکتوب چې فقط يو کږه وږه د امير امضا وي پرې؛ په ټول قلمرو کې يې څوک د سرغړونې جرئت نه لري.
که هر څومره سرکشه انسان وي؛ يوازې په يوه ساده جلب د دوى د غوښتنې ځاى ته حاضريږي.
نظامي کسان يې هم پر چا تعرض ته زړه نه شي ښه کولاى.
هو! ځينې ملګري يې د فساد د پاره هم کار کوي تر څو دغه پياوړى نظام خچن کړي؛ چې ممکن دا کومه پروژه وي! مګر ناکام ناکام شي او يا سخت وشرميږي.
زما عقيده دا ده: چې په دغه لښکر کې د آسمان خلک خامخا شته.

















