ننګرهار: چارواکي وايي د عملياتو پر مهال يې ۲۷ داعش وسله وال وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۱۷) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د نويو پيل کړو عملياتو پر مهال يې د داعش ډلې ۲۷ وسله وال وژلي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد وژل شوي د داعش غړي د ملي اردو په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرګ ژوبله يې په شينوارو ولسواليو کې د حمزه عملياتو پر مهال د تېرو څلورويشتو ساعتونو په موده کې داعش وسله والو ته اړولې ده.

تر دې دمه داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

په دغه خبرپاڼه کې د ملکي مرګ ژوبلې او افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

دوه اوونۍ مخې د شينوارو په ځينو ولسواليو کې د دولت له لوري د حمزه په نوم چاڼيز عمليات پیل شول، چې لا هم دوام لري.

ځايي خلک وايي، په سيمه کې د داعش پرضد عمليات نمايشي بڼه لري او کوم مهم پرمختګ يې نه ليدل کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button