نعت رسول مقبول صلي الله علیه وسلم

 

شاعر: قاري رحیم الله “عمري”

چې دنیا ته د مـحـمّــــد ښکلا راغلــه

تـور تمـــو د جـهــالت تــه رڼـا راغلــه

 

د ظلـمت او عــــداوت په تــارَکیـــو

څه ښائستـه یوه شغله د صبـا راغلــه

 

شـم قـربان د پاک رسـُـول د هغـه نوره

چې له مخـه يې آدم او حــوا راغلـــه

 

شـرمېـدل به حسینـان او ګلان واړه

چې يې کلـه د جبـيـن تجـلّٰی راغلـــه

 

فسيحان او بلیغـان ترېنـه عاجـز شو

چې نبي ته پاک قرآن معجزه راغلــه

 

په قیامت کې به شفیع د خپل امم وي

(عُـمـري) پـورې هـمـــدا اوازه راغلـــه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button