اصلاح:
زموږ د كانونو او زېرمو د ساتنې مسووليت د چا دى؟
کابل ټکی کام:
د حکومتي مفسدو غلو، داړه مارانو او پخوانیو پاټکسالارانو.
ویسا:
له څو اړخونو په مصيبتونو كې ښكېل ولس
کابل ټکی کام:
چا د شرابو په نیشو وران کړې وطنه زما
چا د کعبې په قسمو وران کړې وطنه زما
۸صبح:
پهلوان زنده خوش است!
کابل ټکی کام:
مثلیکه اشرف غني و عبدالله غلام خوش هستند.
هیواد:
د روسيې نوى دريځ سيمې ته رحمت كه زحمت؟
کابل ټکی کام:
داسې رحمت لکه سوریې ته چې ثابت شو!
ارمان:
د روسيې راپورته كېدل هم فرصت او هم ګواښ!
کابل ټکی کام:
فرصت د روبلو د تر لاسه کولو لپاره، او ګواښ د ډالرو د لاسه وتلو لپاره.
نشنل انترست:
پاکستان در زمان جهاد افغانستان به کمک امریکا به یک هیولای جیوپولیتیک در منطقه مبدل شد.
کابل ټکی کام:
که تمام جهان را فریب داد.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی:
د ملکي افغانانو وژل ستر بشري جنایت دی
کابل ټکی کام:
خو هیواد ته د دې قاتلانو راوستونکي تر دې ستر جنایتکاران دي. او معلومه ده چې دغه سفاکان حامد کرزي او انډیوالانو یې راوستي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر:
په افغانستان کې امنيتي حالت ښه نه دی
کابل ټکی کام:
لکه چې تاسې هم افغانستان ته اوبه خړول او ماهیان پکې نیول غواړئ او دې ته مو پیڅې بډ وهلي دي.
ویسا:
د ترهګرۍ پر ضد د نړيوال ایتلاف نوي مشر ایران اندېښمن کړی
کابل ټکی کام:
اندیښنه دې نه کوي، او د پخوا په شان دې له سازش نه کار واخلي، کنه نو صیغې خو شته.
ماندګار:
قوای هوایی افغان مرکز آموزش انتحاری طالبان را هدف قرار داد
کابل ټکی کام:
چرا از نزدیک نمی رفتید؟ محاصره می کردید؟ و زنده مې ګرفتید؟ هدف قراردادن آنان از هوا بمعنای قوت و دلاوری آنان و ترس تان است.
ویسا:
طالبانو ته د امريكا د نوي وړانديز تر شا
کابل ټکی کام:
په حیا کې کې له افغانستان نه پښې سپکول.
انیس:
ماجرای خط دیورند و طرفداران برسمیت شناسی آن در داخل کشور
کابل ټکی کام:
پدرام به تعقیب دین فروشی، وطن فروشي، ملت فروشي، حالا رسید به خاک فروشي.
هیواد:
تصميم د بري لومړى شرط دى
کابل ټکی کام:
چې کار ته ملا ونه تړل شي، عملاً اقدام ونکړل شي او له زیرکتیا او بیدارۍ نه کار وانه خیستل شي، نو داود خان تصمیم له ځان سره قبر ته کوز کړ.
ویسا:
خبردار! پر ډيورنډ پټې معاملې نشي كېداى!
کابل ټکی کام:
پټې نه، ښکاره روانې دي، څوک ورته څه ویلای شي؟ که داسې نه وي نو پدرام ولې تر اوسه ژوندی ګرځي؟
اصلاح:
افغانستان؛ د غيرتونو او استعدادونو كور
کابل ټکی کام:
خو متأسفانه چې غیرتیان او استعداد لرونکي نن له دغه کور نه په وتلو مجبور شوي، او بې غیرتان او مفسدین پکې حاکم دي.
ماندګار:
موسسات ماین پاکی از ماین گذاریهای جدید در کشور نگران اند
کابل ټکی کام:
چرا؟ پروژه های تان وسیعتر خواهد شد و فنډ تان زیادتر خواهد شد.
ولسمشر غني:
اسټرالیا سره د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو خبره نده شوې
کابل ټکی کام:
ولسمشره! بیا نو داسې وکړه چې ټول ملت وشړه او د بیرته ستنولو خبره له هیچا سره ونکړې، وطن به درته خالي شي او:
وطن به ستا وي یو به ته وې بله بدرنګه بی بی ګله!!!
ورته تاویږه او نڅیږه غاړې به کړي درته بلبله

















