امریکا د سوریې د پوځ هوايي اډه په توغندیو ویشتې – ویډیو

د سي این این د خبر له مخې امریکا د بشار الاسد د رژیم په خلاف د مدیترانیې په بحیرې له امریکایي بیړۍ نه د سوریې په الشعیرات هوایي اډه باندې ۵۹ ټام کروز میزایل توغولي چې له امله یې د سوریې  هوایي ځواک ته درانه زیانونه اوښتي. د حمص والي وایي چې په برید کې ځاني زیانونه هم اوښتي.

د پینټاګون ویاند جیف ډیوس وایي چې دغه میزایل یې د د سوریې د هوایي ځواک په الوتکو، دفاعي سیسټم، لوژستیکي زیرمو، د تیلو په ذخیرو او رادارونه ویشتي دي.

58e72c15652af
الشعیرات هوایي اډه

ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سوریایي رژیم په خلاف د برید امر ده ورته کړی؛ نوموړی وایي ” نن  شپې مې  په سوریه کې په هغه هوايي اډو چې د کیمیايي وسلو په برید کې ترېنه استفاده شوې ده د برید کولو  امر ورکړ. په سوریه  د توغندیو بریدونو د امریکا د امنیت په خاطر  مهمه اړتیا  وه. “

الشعیرات هوايي ډګر نه ۳ ورځې ړراندې په ملکي وګړو د کیمیاوي ګاز حمله شوې وه چې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي و او ۵۰۰ نور ټپیان شوي و.

د امریکا  لخوا په سوریې  برید یو ځل بیاد نړۍ  پام  د سوریې لورې ته راوګرځوه.

د امریکا لخوا په سوریې د برید نه وروسته  ټوله نړۍ  پدې فکر کې ده چې روسیه به څه ډول غبرګون ښايي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button