روسیه : د سوريې په پوځي هډه برید به د امریکا او روسيې اړیکو ته زیان ورسوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۱۸) محمد طاهر 

د کرملین لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین  د امریکا لخوا د سوريې په پوځي هډې توغندیز برید وغنده او په اړه يې سخت غبرګون ښکاره کړ.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د امریکایانو لخوا د بشرالاسد په پوځي ډګر توغندیز برید په نړیوال حقوقو پښه کېښودل او سرغړونه ده.
پوتین وايي، د امریکایانو د سوریې په پوځې هډې برید د روسيې او امریکا اړیکو او تعلقاتو ته قوي ګوزار ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د ې بریدونو زمونږ اړیکې ترینګلې کړې دي.

دی وايي، دې بریدونو دا څرګنده کړه چې په عراق کې د امریکا ترسره کړو تیریو پر سر پرده غوړول دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button