کابل کې په دولتي موټر سرتیری برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۳) محمد طاهر

په پلازمینه کابل کې نن ماسپښېن د یو سرتیري برید له امله پنځه حکومتي کسان وژل شوي او د لسو تنو په شاوخوا کې ټپیان شوي، چاودنه د دویمې حوزې اړوند د دفاع وزارت سره نږدي رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش رسنیو ته ویلي، بریدګر پلی روان و، چې  د یو دولتي موټر مخې ته يې ځان پورې تړلي چاویدونکي توکو ته انفجار ورکړ.

یاد وزارت دا نه دي ویلي چې د دې برید هدف څوک وو، خوپه ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو رپوټونو کې د برید هدف د جمهوري ریاست د ساتونکو موټر ښودل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button