
پاکستان کې د افغان او هندي استخباراتو په نوم پنځه تنه نیول شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۳) محمد طاهر
د پاکستان پوځي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان او هند د استخباراتو پنځه تنه يې له یو شمیر انفجاري موادو سره یوځای نیولي دي.
په سیند ایالت کې د امنیتي ځواکونو یو لوړ پوړي چارواکې کرنل قیصر خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د امنیتي ځواکونو له لورې په یو لړ عملیاتو کې پنځه تنه نیول شوي، چې له دوی سره ۸ کیلوګرامه چاودیدونکې مواد، ۴ لاسي بمونه ، یو لیپ ټاپ کمپیوټر او د اړیکو نیولو نوې اله هم نیولې ده.
کرنل قیصر زیاته کړه، نیول شوي کسانو په افغانستان او سوریه کې روزنه کړې، چې پاکستان ته د افغان او هند د استخباراتو له لوري ورلیږل شوي و.
د نوموړی په وینا، دغه کسان طاهر زمان، فرحان صدیقي، محمد نواز، بلال احمد او محمد نوميږ، خو قیصر وايي، طاهر زمان افغانستان کې روزل شوي، چې د پولیسو او د کراچې ښار د رینجر ځواکونو په وژنو کې ونډه اخیستي ده.



