
افغانستان کې په اعدام محکوم شوو شمیره د پخوا په پرتله ډیره شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۴) محمد طاهر
د بښنې نړیوالې ادارې په یو راپور کې ویلي، افغان دولت په ۱۳۹۵ کال کې له ۶۰۰ ډیر کسان په اعدام محکوم کړل، چې د دوی له جملې نه یې یواځې شپږ کسان په دار وځړول شوه.
خو دغه شمیره د ۱۳۹۴ کال په پرتله ډیره زیاته ده، په ۱۳۹۴ کال کې ۱۲ کسان په اعدام محکوم شوي و او یو کس يې په دار ځړولي و.
افغان دولت د ثور میاشت کې د کابل څرخي پله زندان کې شپږ کسان اعدام کړل، چې برهان الدین رباني په وژنه کې د لاس درلودو په ګډون یې یو شمېروسله وال بریدونو هم کړی و.
۱۳۹۱ کال کې ۱۴ کسان اعدام کړل شوي، چې یو په کې عبدالصبور نومي هغه هغه افغان پوځی شامل و، چې کاپیسا کې څلور فرانسوي پوځیان په ډزو وویشتل.
د افغانستان د جزا د قانون له مخې پنځو ځانګړو مواردو لړ کې د اعدام سزا ورکول کېږي، چې «عمدي وژنه، ډله ییزه وژنه، چاودنه چې وژنه هم په کې وشي، قطاع الطریقی چې قتل په کې شامل وي او هغه جرایم چې پایله کې یې د افغانستان خاوره د پردیو په واک کې ورکړل شي او د افغانستان خپلواکي او د خاورې تمامیت ته زیان ورسېږي» دي.
تېر کال د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلي و، د افغانستان دولت په پام کې لري د اکثرو جرمونو لپاره چې اوسمهال د جزاء په قانون کې ورته د اعدام سزا ټاکل شوې، د عمري بند سزا غوره کړي.



