
ټرمپ د خپلو استخباراتو سلاکار افغاستان ته لیږي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۴) محمد طاهر
د امریکا ولسمشر په یوه خبري غونډه کې دا څرګنده کړه، چې ډیر ژر به خپل د استخباراتو سلاکار افغانستان ته واستوي تر څو د دې هېواد حالت له نژدې نه و ارزوي.
ډونالډ ټرمپ دا خبرې نن په واشنګټن کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په یوه غونډه کې وکړې، چې نوموړي به جنرال هربرټ ریمونډ مکماسټر افغانستان ته واستوي خو د تګ نیټه يې څرګنده نه کړه.
د سپينې ماڼۍ يوه بل لوړپوړي چارواکي ويلي، افغانستان کې د ټولو پلانونو پر ارزونه کار روان دی او ډېر ژر به يې حکومت په اړه پرېکړه وکړي.
د ټرمپ له ادارې د امریکايي ځواکونو یو شمیر قومندانان افغانستان ته د نورو پوځیانو د لیږلو غوښتنه کوي، خو ځینې نور پوځي قومندانان د نویو پوځیانو لیږل دې هېواد ته د امریکا په تاوان بولي، چې دې غوښتنو ته د ټرمپ اداره تر اوسه بې جوابه پاتې ده.



