شمالي کوريا نظامي او دولتي تاسيساتو ته نږدې سيمې له ملکيانو تخليه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۲۴) الماس خدرخېل

د شمالي کوريا رسنيو وړمه ورځ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وويل، چې د دوی د امريکا سره د احتمالي جګړې ټول تياری بشپړ شوی دی.

د روسيې رسنيو ويلي، چې د شمالي کوريا په پلازمينه پيونګ يانګ کې د احتمالي جګړې خبرداری ورکړل شوی او د دغه هېواد ولسمشر خپلو عسکري قواوو ته د جګړې لپاره د اماده کېدو غږ کړی.

روسي رسنيو د شمالي کوريا د خبري سرچينو له قوله ليکلي، چې د دغه هېواد په مرکز کې د نظامي او دولتي ادارو او تاسيساتو له نږدې سیمو نه د ملکي وګړو د تخليه کولو چارې پيل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا  ولسمشر ډونالد ټرامپ  تیره ورځ  یو ځل بیا  شمالي کوریا  وګواښله.

د سپونتيک خبري اژانس ويلي، د امريکا د سمندري ځواک ډله چې پکې اوبلتونه جنګي بيړۍ شاملې دي، چې له ځآن سره د ۱۵۴ په شاوخوا کې د (تاماهاوک) په نوم ورانونکي ميزايل لېږدوي، دوی وايي دغه ميزايل دومره توان لري چې د آرام سمندرګي نه شمالي کوريا په نښه کړي.

روسي چارواکي وايي، د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ دجګړې احتمال نورهم زیات شوی دی.

شمالي کوريا وايي، دوی په سيمه کې د امريکا ټول تحرکات څاري او د امريکا د بريد په صورت کې يې ښه ځواب ويلی شي.

د شمالي کوريا له خوا د اتومي وسلو له جوړولو وروسته په دغه هېواد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري پر بالستيک توغنديو هم بنديز ولګول شو، خو شمالي کوريا له ټولو بنديزونو سربيره خپل اتومي پروګرام او بالستيک توغنديو جوړولو ته دوام ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button