د ګډ حکومت دوام له خطر سره مخ دی

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د افغانستان د حراست او ثبات شورا د ګډ حکومت پر روانو اقداماتو او سیاستونو اندېښنه ښيي چې حکومت په لوی لاس د سقوط خوا ته روان دی.

د دغه شورا وياند مسعود ترشتوال پرون په کابل کې رسنیو ته وويل، د بهرنیو سفارتونو سره له حده ډېرې یو طرفه اړیکې، د ملت څخه لېرې والی، غیر معقول سیاست او سیاسي فساد هغه څه دي چې اندېښنې یې را پارولي دي.

نوموړی د د دغو ستونزو تر څنګ د صلاحيتونو، پروژو، او ډيپلوماسۍ يوځايي تمرکز نورې غلطۍ بولي چې حکومت وسره مخ دی.

په دغه شورا کې یو شمېر پخواني جهادی مشران او قوماندانان لکه عبدالرب رسول سیاف، عمر داودزی، یونس قانوني، بسم الله محمدی، او ځینې نور کسان ګډون لري.

په داسې حال کې دا څرګندونې کېږي، چې ګډ حکومت د امنيت په شورا کې نوې ګمارنې کړي او د نويو وزيرانو د معرفي کولو ژمنه يې کړې ده.

وړمه ورځ د نړیوال کړکيچ ډلې په خپل راپور کې ويلي و، د عبدالله او غني ترمنځ اختلافونه کولای شي، د افغانستان اقتصادي لاس ته راوړنې له منځه یوسي او ددغه هېواد ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

د نړیوال بحران ډله چې مرکز یې په بلجیم کې دی وايي، د ولسمشر غني او اجرایه رئیس تر منځ لا هم اختلافات روان دي او دا اختلافات ددې لامل کېدای شي، چې د ملي وحدت حکومت له تزلزل او بې ثباتۍ سره مخ شي.
ددوی په خبره، ولسمشر وايي چې د اساسي قانون پر بنسټ ټول واکونه له ولسمشر سره دي، خو اجرائیهه رئیس بیا په هر څه کې ځان نیم شریک بولي.

د نړيوال بحران ډله وايي، دواړه مشران خلک د قوميت پر بنسټ ګوماري او هر يو په دې هڅه کې دی، چې خپل پلويان په حکومت کې ځای پر ځای کړي او په وينا يې چې دندې د وړتيا پر بنسټ نه بلکې د قوميت او ژبې پر بنسټ افرادو ته ورکول کېږي.

د دوی په باور، که وضعیت همداسې روان وي د ملي وحدت حکومت دوام له خطر سره مخ دی او په افغانستان کې سیاسي ثبات له منځه تلونکی دی.

بل پلو د ملي شورا غړي د کړکېچ نړیوال سازمان ریپوټ تا‎ییدوي او د هغو حقایقو پر بنسټ یې بولي چې دا مهال په افغانستان کې تېرېدونکي دي. د دې شورا غړی نادر شاه بحر وايي: “د ملي یووالي حکومت له پيله د دواړو ټيمونو ترمینځ د واک پر سر اختلافات دوام لري او دې کار افغانستان په مختلفو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ کړی

په کابل کې چاپېدونکې ورځپاڼې سرنوشت هم پرون په خپله سرمقاله کې د دواړو مشرانو تر منځ اختلافاتو ته په اشارې سره ليکلي و، که په حکومت کې شته ستونزو ته د حل لار پیدا نه شي، نو د ناامنۍ د پراخېدو او د کورنۍ جګړې د پېلېدو وېره شته او زياته کړې يې وه چې د ملي وحدت حکومت راتلونکی کاواک دی.

د لیکوال په باور د ارګ او اجرائیه ریاست اختلاف اوس له هېچا پټ نه دی، ناامني، فساد او ناقونونۍ له همدې لامله زیات شوي دي.

د ګډ حکومت له پيل نه تر دې مهاله د دواړو مشرانو تر منځ د واک پر سر اختلاف دوام لري، دغه اختلافات د دې لامل شوي چې ډیری دولتي چوکۍ د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button