پکتیا کې یو شمیر خلکو د حکومت پر ضد لاریون کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۲۹) محمد طاهر

د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې سلګونه کسانو د حکومت پر خلاف لاریون پیل کړی او د ګزدیر، خوست تر منځ لاره يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

لاریون کونکي وايي، چې د «بنوزیو» په سیمه کې حکومت د دوی ۴۳۰۰  جریبه ځمکه غصب کړې او غواړي چې په دغه ځمکه ښار ګوټی جوړ کړي.

خو د دغه ولایت مرستیال والي عبدالولي صحیح رسنیو ته ویلي، چې د مرکز اړوند د «بنوزیو» سیمه په دولت پورې اړه لري.

نوموړی وايي، د پکتیا ولایتي اداره د خپل انکشافي پلان له مخې غواړې په دغه سیمه کې یو ښار ګوټی جوړ کړي او د سیمې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د مرکز اړوند د بنوزیو اوسیدونکو د سیمه ییزو چارواکو سره له لس کالو راهیسي په دغه ځمکه لانجه روانه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button