د ارګ واکداران د چا له خوا، د څه لپاره؟!

خالق یار احمدزی

راځئ نن درته د کابل د ګډو واکدارانو موخې او پروګرامونه په مختصر ډول تشریح کړم.

له لومړي سره کله چې د کرزي په لومړۍ دوره کې اشرف غني، کرزی او عبدالله  د نورو نوماندانو په ګډون خپل ځانونه ونومول سره له دې چې ګڼې نورې څیرې هم وې خو د اهمیت له کبله دا ۳ تنه څیړو.

د دې دریو څیرو ۳ مختلفې موخې او وړانديزونه ؤ.

★ کرزی

کرزي غوښتل د امريکا نفوذ په دې شرط زيات کړي چې واکونه او استقلال به ترېنه نه سلب کیږي او چې دی څه غواړي هغه به یې امريکايي دوستان ورسره مني، دی به یې په بدل کې له امریکا سره ستراتيژيک تړون امضا او د امریکا سره به دوامداره همکاري ته ځان وتړي. خو که د دې خلاف نور څه وشو له یوې خوا به  همکاري تر صفري نقطې متمرکزه شي او له بلې خوا به په سیمیزه کچه د امریکا ګټې وننګوي او په دې ترتیب به د ګاونډیانو په تیره بیا د چین سره خپلې ګوتې خوږې کړي چې بیا به امریکا ته په افغانستان کې پرمخیون چیلنج ښکاري.

هغه ؤ چې کرزي سره امریکا پورته شرط ومانه او ظاهري واکونه، او یا په اصطلاح د امريکايي جرايمو غندل او د اوښکو تویولو اجازه یې ترلاسه کړی شوه.

خو بالاخره چې پوه شو چې نور یې په خوله څوک پیاز نه خوري نو ډاګيزه یې د امریکا مخالفت پیل کړ.

اوباما هم کوم حیثیت نه ورکاؤ او د کابل څخه لیدنه به یې هم د ارګ په ځای له بګرام څخه کوله.

ځکه کرزی اوس د بيکاره پرزې په څیر ؤ او اهمیت یې نه درلود. خو له واکمنی وروسته یې رښتیا هم له چین سره اړیکې ګرمې وساتلې او څو ځله یې د بیجینګ چکر وواهه، د چین په مطبوعاتو کې یې څو څو ځله مصاحبې خپرې شوې چې د هغوی له ادرسه یې نوې اداره چیلنجوله، خو دې هڅو هیڅ رنګ ځکه را نه وړ چې کرزی اوس بې واکه او غیر فعاله څیره وه نو ټولې هڅې یې بې نتیجې شوې.

★ ډاکټر اشرف غني

نوموړي هم درې ځله د ارګ لپاره له نورو سره مراقبت وکړ.

خو دا چې هرځله یې ماتې خوړه علت یې ښایي دا وي چې امریکا د تجربه کار کرزي په وجود کې ډیر څه لیدل خو کله یې چې ترې طمعه وشلیده او د بیا نوماندۍ حق یی نه درلود نو توجه د غني په لور شوه.

دې څیرې غوښتل ټول هغه څه چې په لویدیځ کې یې لیدلي کتلي دلته د عمل جامه ور واغوندي،  په اقتصادي برخه کې د سود نظام پیاوړتیا، په ټولنیزه برخه کې دیموکراسي پنځیدل، د ښځو هغه کلتور چې په لویدیځه نړۍ کې رایج دی دلته عملا پلي کول او د دیني ارزښتونو اسلامي شعايرو خلاف هر څه ته بل رنګ ورکول ؤ. همداراز نوموړي غوښتل تر څو د ولس په ځای حکومت د هرې کوچنۍ او سترې پریکړې صلاحیت ولري؛ ولس او د هغو استازو ته یې هم آن د خدمتګارانو په سترګه کتل لرلید ؤ .

د دې سره نوموړي غوښتل ترڅو دلته د هربهرني امنیت خوندي شي، او د هغو د امنیت لپاره باید ټولې قربانۍ افغان ولس وګالي، په نوموړي ستر محدویتونه وضع شوي ؤ . چې د واک په دوهمه ورځ د امریکا سره د ستراتيژيک تړون امضا او په ټولو هغو امریکایي جرايمو سترګې پټول چې امریکا یې په افغان ولس کوي، همداراز باید داجګړه د نړيوالو د امنیت د خوندیتابه شعار وګرځي نه د افغان خاورې دخلاصون وسیله.

★ ډاکټر عبدالله 

نوموړي هم درې ځله ځان کاندید کړ چې په وروستي ځل کامیاب هم شو کله د هغه وخت موثق راپور دا ؤ چې د ټولټاکنو د کمیسیون مشر ضیاءالحق امرخیل کرزي ته د عبدالله د بریا خبر ورکړ چې شاوخوا ۵۴% رایې یې وړې دي نو کرزي ورته واک ورکړ چې خوښه ستاسو هرڅه چې کوئ. خو بیرته د کمیسیون مشر ته د کرزي د دفتر مشر کریم خرم معکوسه خبره کړې وه چې عبدالله باید مشر اعلان نشي نتایج دې وځنډول شي.

د دې خبرې په کولو سره یو ستر انقلاب را مخته شو او د امريکايي پلاوي په وساطت دواړه په یوه کټګورۍ کې مشران وټاکل شول واکونه یې هم مساوي ورکړل خو لومړی ټولواک اشرف غني دوهم عبدالله شو.

راځئ د عبدالله ليدلوري وڅيړو!

داکتر عبدالله د پخواني جنګسالار احمد شاه مسعود سره له نږدې پاتې شوی او د جمعیت ګوند له متعصبو مشرانو څخه شمیرل کیږي.

د ده پالیسي دا وه تر څو په کور دننه د شمالي ټلوالې د احیاء او هغو ته په حکومت کې غوښنه ونډه ورکړي، او په بهر کې د ایران او روس له خوا ورکړل شوې پروژه مخته یوسي او د هغوی ګټې خوندي کاندي.

راځئ جمع بندي داسې وکړو:

ارګپال او مشران یې ټول د نړیوالو او په خاص ډول د امریکایي ګټو د تحصن لپاره ګمارل شوې پرګنې دي چې غواړي دلته د هغوی فرمایشات، غوښتنو ته مثبت ځواب پیدا او د هغوی هر څه په پټو سترګو په افغانانو ومني.

دوی د دې پخاطر چې د نړیوال امنیت د ساتنې ذمه واري په غاړه لري له هغوی څخه هم د جدي توجه وړ دي او له همدې کبله د ملت تر ګټو هغو خلکو ته زیات اولویت ورکوي چا چې دوی د ارګ په ویرجنه کرسۍ ونازول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button