زابل : د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۳۰) محمدطاهر
د زابل ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د شینکۍ ولسوالۍ امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د زابل امنیه قومندان مل پاسوال میر ویس خان نورزي رسنیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د شینکۍ ولسوالۍ اړوند د سیوري سیمې پر يوې پوستې برید کړی و، چې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان سیف الله هوتکي د پولیسو مرستې په موخه ور روان و، خو په لار کې د ځای پر ځای شوې ماین خوراک شو.
نورزی وایی، په دې چاودنه کې د سیف الله یو ساتونکې هم وژل شوي او ۳ نور يې ټپیان شوي دي.



