جنرال دوستم له ولسمشر سره سیاسي مقاطعې ته نژدې شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وری ۳۰) محمد طاهر

د جنبش ګوند خبر ورکړی، چې جنرال دوستم د نوي ایتلاف د رامنځته کولو په حال کې دی او ډیر ژر به له ولسمشر سره خپله سیاسي مقاطعه اعلان کړي.

دغه ګوند له حکومت سر د سیاسي پریکړې لامل د ولسمشر له لورې د دوستم د صلاحیتونو محدودول ګڼي.

د ځینو چارواکو له خولې اوریدل شوې، چې نوموړی د حکومت لخوا نظر بند دی، خو د جنبش ګوند ویاند «بشیر ته ینج بیا» د دوستم نظر بندي خبر ردوي.

د ملي شورا غړي وایي، په حکومت کې دجنرال دوستم رول محوري بڼه درلوده او واک ته یې دولسمشر غني په رسولو کې ټاکونکې ونډه لرله.

یاد ګوند په داسې حال کې دیوه نوي سیاسي ایتلاف خبر ورکوي، چې ولسمشر تازه د ښې حکومتولۍ په چارو کې خپل استازی له دندې لرې کړی او ښایي نوموړی دجنرال دوستم له سیاسي ایتلاف سره یوځای شي.

امکان لیدل کیږي، چې د احمد ضیا مسعود ګوښه کیدل او د جنرال دوستم له حکومت سره سیاسي مقاطعه ولسمشر ته یو شمیر نوې ستونزې راپیدا کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button