(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۳۰) الماس خدرخېل
چارواکي وايي، د بغلان ولايت لپاره د طالبانو نومول شوی والي د ځانګړو دولتي ځواکونو په عملياتو کې وژل دی.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسئول ذبيح الله شجاع وايي، نوموړی يې په شپنيو عملياتو کې له منځه وړی دی.
د ده په وينا په دغه عملياتو کې د بغلان لپاره د طالبانو د ټاکل شوي والي مولوي لعل محمد او يو بل طالب قوماندان مولوي شهاب الدين په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو بيګا شپه د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند په جوی نو، ګاوسوران او خوږياڼو سيمو کې هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.
يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، تيره شپه په سيمه کې خورا درانده عمليات ترسره شوي چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه د ډيرو طالبانو وژل کيدل نه تائيدوي او وايي، د تيرې شپې په جګړه کې يواځې (مولوي صاحب لعل محمد محمدي د خپلو درې تنو ملګرو سره يوځای شهيد شوی دی).
که څه هم چارواکي د ډيرو طالبانو د وژلو دعوه کوي، خو طالبانو يواځې د بغلان د والي په ګډون د څلورو طالبانو وژل کېدل تائيد کړي دي.
د وسله والو طالبانو دغه اعلاميه چې د اسلامي امارت له لوري خپره شوې پکې راغلي: (تیره شپه په هیواد کې میشتو اشغالګرو ځواکونو د خپلو مرتزقه غلامانو په ملګرتیا د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مجاهدینو په یو میشت ځای چاپه ووهله، د مجاهدینو په غبرګون کې ګڼ شمیر دښمنان ووژل شول، وروسته دښمن په سیمه بمبار وکړ چې له امله یې د بغلان ولایت لپاره د اسلامي امارت والي صاحب مولوي لعل محمد محمدي له خپلو ۴ ملګرو سره د شهادت لوړ مقام ته ورسید).
طالبان وايي، د همدې مسئولینو دشهادت په انتقام کې به سلګونه نور سر سپارلي ځوانان د جهاد کرښو ته راځي او امریکايي اشغالګرو او دهغوی د قسم خوړلو مزدورانو په وړاندې به جګړه کوي.


















