لیکنه: نقیب الله احمدي
ښه مې په یاد دي، سهار وختي د بام په سر د دوی بې رحمه بمبارۍ ته ولاړ وم، داسې مې انګیرله لکه خوب چې وینم، د توغندي غږ به شو، څو شیبې وروسته به یوه لویه دوړه (لوګی) چې له ورایه به وهم او ډار ترې کیده، راپورته او د هوا له اتموسفیر سره به ملګری شو. فضا یوازې جنګي الوتکو نیولې وه، هر چا یوازې د الوتکو او د بمبارۍ د محل تماشې کولې. هر ګاونډي یو او بل ته له بامونو څخه نارې کولې ”ګورئ! د شپې لخوا بیدار اوسئ، هسې نه چې دا بې ضمیره قوم مو ویده حلال کړي. “
هو! دا کرغیړنه غمیزه په غزنویانو (غزني) کې وه او د بالاحصار ترڅنګ میشت، دې طالبانو قرارګاه یې ویشتله. زموږ د کور مخې ته په غځیدلي سرک باندې یو – یو د سپین پټکي طالب چې د الله اکبر چیغې یې له خولې راوتلې، چې غرونه هم په خورا مینه ورسره زمزمه کولې، مخ پورته د لوړو غرو په لور روان و.
خو د تعجب ځای دا و چې په ډېرو کمو (د ګوتو په شمېر) ورځو کې داسې یو بدلون راغی چې هیڅ تصور یې چا نه شوای کولای. هر پښتون ته القاعده او طالب ویل کیده او دا جملې مې په کراتو له خپلو افغان وروڼو څخه اوریدلې دي ”برو حال وخت القاعده رفت“.
زه دوی نه ملامتوم او نه هم له دوی څخه ګیله کوم، ځکه غرب داسې وحشت خپور کړی و چې حتی نږدې و چې له اسلام نه ډېری افغانان ووځي.
د وخت په تېریدو سره به چې کله په کوم ځای کې امریکایان ووژل شول، هیچا دا جرات نه شوای کولای چې د هغوی په مړینه خوشحالي څرګنده کړي؛ خو لله الحمد په دې روانه هفته کې دوه ځلې په ننګرهار ولایت کې یو شمېر امریکایان ووژل شول او د هېواد قوي قوي لیکوالانو ښه په خوښۍ د مبارکۍ زیري یو او بل ته ورکړل. دا خپله د دوی سره د افغان ملت نفرت او کرکه جوتوي، نور به له افغانستان څخه سرټیټي او شرمیدلي وځي!

















