(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وری ۳۰)- د روانې اپریل میاشتې په پای کې به ۳۰۰ نور امریکایي مرین ځواکونه هلمند ولایت ته ورسیږي؛ تر څو په هلمند ولایت کې له افغان ځواکونو سره یو ځای د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.
له ۲۰۱۴م کال نه راوروسته دا د امریکايي ځواکونو تر ټولو ډیر سرتیري دي چې د شمالي کارولینا نه هلمند ولایت ته لیږل کیږي. ویل کیږي دا ځواکونه به د اپریل میاشتې په پای کې هلمند ولایت ته ورسیږي او هلته به میشت شي.
د مرین ځواکونو قومندانان وایي چې یاد ۳۰۰ مرین ځواکونه به ۹ میاشتې په هلمند ولایت کې وي او په دې نهو میاشتو کې به د ۲۱۵ قول اردو سرتیرو او ۵۰۵ پولیسو زون ته روزنه ورکوي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې ۲۰۰ امریکايي ځواکونه هلمند ولایت ته ۲۰۰ لیږل شوي او د باسټن په پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي. هغه وخت د دفاع وزارت چارواکو ویلي و، دغه امريکايي پوځيان به په جګړه کې هم برخه اخلي، خو تر ډېره به افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او له افغان ځواکونو سره به د هوايي عملياتو پر مهال مرسته کوي.
هلمند ولایت د امریکایي ځواکونو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی. په تیره مارچ میاشت کې یو افغان سرتیري ۷ تنو امریکايي پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
اوس مهال د هلمند ولایت په ۸۵ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده. د باغران، دیشو، نوزاد، موسی کلا، خانشین، ناوه او سنګین ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په لاس کې دي او دولتي ځواکونه هیڅ حاکمیت نه پکې لري.

د افغانستان د چارو څيړونکې کټلین فورسټ له مرین ټایمز سره په خبرو کې ویلي چې ”د سنګین ولسوالۍ په نیولو سره طالبان توانېدلي چې په نورو ستراتیژیکو سیمو لکه لښکرګاه، کندهار ښار او په ترینکوټ کې خپل بریدونه زیات کړي. “
کټلین همداراز ویلي چې ”طالبان جګړه ګټي دوی ستراتیژیکي سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. “


















