(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۱) محمد طاهر
د فرانسې پولیس وايي، د دې هېواد په پلازمینه پاریس کې د وسله وال برید له امله یو پولیس افسر په ډزو ووژل شو او یو تن ټپي شوی دی.
د پولیسو له قوله برید ګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی، دغه پېښه د پاریس ښار په مرکزي سیمه کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې د فرانسې ولسمشرۍ کاندیدانو د یکشنبې ورځې له ټاکنو مخکې په تلویزونونو د ویناګانو لپاره چمتوالی کاو.
د فرانسې کورنیو چارو وزارت ویندوی پیير هینري براندیت، د فرانسې «بي ایف ایم ټي وي» خبرې شبکې ته ویلي، پر پولیس افسر د اتومات وسلې په واسطه مخامخ ډزې شوې دي.
فرانسه کې د یکشنبې پر ورځ د ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو پیلېږي.


















