طالب الهام
د قلزوم څپې
و چې پر ځوي د وخت قلزوم څپې
ځي به بيا تر شـام،د مشـق او روم څپې
ويښې که آمو کړلې له قهره بيا
کړي به پر اټک باندې محکوم څپې
بيا خو دې فراته شانته نه رسې
هسې به کړي جوړې ستا په نوم څپې
داچې تصورکې مې راوڅرخي
شى لکه د باز،شاهين او بوم څپې
مړې اوښکې روانې غلې غلې دي
يوبه سي بندونه دا ماشوم څپې
تل يې قهرولې دي ( طالب الهام )
مه يې شه قلم کې خدايه موم څپې


















