(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوايي ۱) محمد طاهر
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره شپه د شمالي کوریا وروستۍ د توغندي ازموینه په کلکو ټکو وغندله او پیانیانګ ته يې د نوو بندیزونو ګواښ وکړ.
د امنیت شورا په یوه خوله وویل، شمالي کوریا دې نورې اټومي ازموینې نه کوي، دوی وايي، د پیانیانګ د توغندیو ناقانونه فعالیتونه به په سیمه کې کړکېچ لا زیات کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې خبریالانو ته وویل، که دوی د بندیزونو یا نورو اقداماتو کولو ته مجبوره شول، نو و به یې کړي.
امریکا د دې بیان متن تیار کړی وو خو روسیې وویل چې په دې کې دې د«خبرو اترو له لارې» د سوله ییز هواري ذکر وشي چې پکې ورشامل کړل شو.
له بله پلوه د روسیې د لرې ختیځ سیمې اوسېدونکو او رسنیو خبر ورکړی دی، چې له څو ورځو راهیسې د روسیې پوځي قافلې له شمالي کوریا سره نېږدې سرحدي سیمو ته روانې شوي دي.
شمالي کوریا وايي، د هیچا د فشارونو پروا نه لرو او خپلو بېلېسټېک وسلو ازموینو ته به دوام ورکړو.


















