(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ غوایی ۱) محمد طاهر
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته رسمي خبرداری ورکړ او ويې ویل، ایران له اور سره لوبې کوي، نوموړی وايي، د ځواکمنو هېوادو سره اټومي تړون يې هېر کړي او غواړې چې پخوانۍ تګ لاره بیرته غوره کړي.
ټرمپ وايي دا مسئله تر نظر لاندې لرو او له غور وروسته به ډیر ژر په دې تړاو خبرې وکړو، نوموړي دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د ایټالیا له لومړي وزیر سره په لېدنه کې وکړې.
ټرمپ د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ اټومي تړون ډیر بد وباله او پخوانی ولسمشر اوباما يې د دې تړون له امله ملامت کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن ویلي، چې ایران د شمالي کوریا پر لار روان دی، خو امریکا به د دې کار مخه ونیسي، هغه زیاته کړه، د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د ایران «ستونزه» بل حکومت ته په میراث نه پرېږدي.
د امریکا استازې نیکي هیلې د امینت شورا کې او د دې هېواد د دفاع وزیر جېمز متیس د سعودي چارواکو سره په لېدنه کې وویل، په سیمه کې د ټولو ستونزو تر شا د ایران لاس دی.


















