کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱- ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې جګړه لا هم روانه ده. د بلخ ولایت پوځي روغتون وایي چې تر دې دمه ۸ تنه مړي او ۱۵ تنه ټپیان وروړل شوي دي. بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې تر۱۰۰ ډیر عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
نوموړی همداراز وایي چې د یادې قومندانۍ رئیس ارکان عبدالرؤف محتاج او د کنډک قومندان ډګروال اغا شیرین هم وژل شوي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې په یاد برید کې پنځه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې سرتیري بریدګر لا هم روغ رمټ دي او تونده جګړه کوي. ”د بلخ داستشهادي مجاهدینو شمیر ډير دي، له ښو تکتیکونو څخه په استفاده يې له دښمن څخه لار ورکه کړئ، په قول اردو کې حالات ډير خراب دي.“
د برید پر ځای د بهرنیو ځواکونو الوتکي هم ګرځي او څو ډزې یې هم کړې.
مخکینی خبر
کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۱- نن ماسپښین شاوخوا ۲ بجې په بلخ ولایت کې د شمال زون قومندانۍ مرکز او د ملي اردو په ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې سرتیری برید ترسره شوی او تر دې مهاله جګړه روانه ده. طالبامو د برید مسؤلیت منلی.
ویل کیږي چې لومړی موټر بم برید شوی او وروسته قول اردو ته ګڼ سرتیري بریدګر ننوتي دي. سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي او له سرتیرو بریدګرو سره په جګړه اخته دي. طالبان وایي چې د ملي اردو شاوخوا سل تنه سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
په شاهین قول اردو کې ۳۰۰۰۰ تنه سرتیري شتون لري. د طالبانو په خبره په ټولو شمالي ولایتونو کې عملیات او چاپې له مرکز څخه طرحه او رهبري کیږي او په دې مرکز کې ځینې بهرني پوځیان هم اوسيږي.


















