(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۲) الماس خدرخېل
د امريکا د سمندري هوايي ځواکونو مطبوعاتي سرچينو ويلي، چې د دوی يوه پرمختللې جنګي جيټ الوتکه پرون د فلپين په سواحلو کې هغه مهال نسکوره شوه، کله چې د ناستې لپاره ورته مناسب وخت پيدا نه شو.
بل پلو د شمالي کوريا ځايي پوځي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې امريکايي پوځيان له جګړې مخکې ورخطا دي، چې ښکاره بېلګه يې د دوی د چورلکې نسکورېدل دي.
د چارواکو په وينا امريکا ټوله نړۍ بې ثباته کړې او کله چې د شمالي کوريا توغندي د دوی په سيمه راپريوځي نو هغه وخت به د دوی ورخطايي نړۍ وګوري.
دامریکادفاع وزارت د دوی د جنګي الوتکې نسکورېدل تائيد کړي د د دوی یوه جنګي ایف اې ۱۶جټ الوتکه هغه مهال له خپل خط سیرڅخه بیله شوه چې کله یې غوښتل دسمندرپه بیړۍ کې کښېني ،خو هغه رالویدلې او پيلوټ دپراشوت په توسط ژوندی راوتلی دی.


















