(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوايی۲) الماس خدرخېل
د افغانستان ولسي جرګه وايي، د زياتو وکيلانو د غير حاضرۍ له امله ډیری غونډې بې نتيجې پای ته رسېږي.
له همدې کبله ولسي جرګې د پنځو نورو هغو وکيلانو دندې ځنډولي او امتيازات يې ترې اخيستي، چې په پرلپسې توګه يې شل ورځې غير حاضرۍ کړي دي.
د دغې جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي،په دغو وکیلانو کې امان الله ګذر، ملا عزت الله عاطف، علم خان، پیر بخش ګرديوال او اسحاق رهګزر نومونه دي.
ولسي جرګې تردې وړاندې د پرلپسي غیر حاضریو له امله د څلورو نور وکیلانو دندې ځنډولې دي او ټول امتیازات يې ترې اخیستي دي.
جرګې پرېکړه کړې، چې دغه وکيلان تر راتلونکو څلورو مياشتو نه شي کولای، چې د وکيل په توګه خپلې تنخواوې او امتيازات ترلاسه کړي.


















