لیکنه: ابوالزین حکیم الله صابر الحنفي
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل:
یو وخت یو کس پر یو چا ځمکه خرڅه کړه، که ګوري چي د ځمکي خریدار په رانيولې ځمکه کي له سرو زرو څخه یو ډک منګی پیدا کړ، ده له ځانه سره فکر وکړ چي دغه منګی خو زما حق نه کیږي، ماخو له هغه سړي څخه صرف ځمکه رانيولې ده، د سرو زرو منګی خو مي نه دی رانيولی.
هغه ؤ چي را رهي شو برابر راغی د هغه سړي کور ته کوم چي ده ځمکه ځني رانيولې وه، هغه ته یې دا قصه وکړه چي ما ستا په ځمکه کي د سرو زرو منګی پیدا کړ، دا ستا حق کیږي، راشه خپل سره زر دي واخله، ما خو له تا څخه صرف ځمکه رانیولې ده، زر خو مي نه دي رانيولې.
د ځمکي خاوند وویل: نه صاحبه! دا سره زر ستا حق کیږي، ما خو پر تا باندي ځمکه د هر شي په شمول خرڅه کړې ده، وروسته هغوی دواړه د خپلي فيصلې په غرض یو هوښیار سړي ته ورغلل.
هوښیار سړي لومړی له هغوي څخه پوښتنه وکړه ویل: آیا ستاسي اولادونه شته!
یوه ورته وویل: هو زما یو زوی دی، هغه بل وویل: زه بیا یوه لور لرم، دغه فیصله کونکي چي د دوی دا خبره واوریده نو یې ورته وویل: تاسي ددغه هلک او نجلۍ یو بل سره نکاح وکړئ او د هغوی د واده مصرف له دغو سرو زرو څخه پوره کړئ او څه چي پاتي شي هغه د الله تعالٰی په لاره کي صدقه کړی.
دا د صالحو خلکو د تقوا او پرهېزګارۍ یوه نمونه وه، چي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم موږ ته بیان کړه، ده مبارک موږ ته دا خبره را وښودل چي د حلال او حرام او د انساني حقوقو په موضوع کي په أخیري اندازه احتیاط، تقوا او پرهېزګاري په کار ده.
(مأخذ: صحیح مسلم جـــ۲ صـــ۷۸)


















