سخته مې يادېږې د زړګي ټوټې

د زړګي ټوټې !

زړه ته مې کوزېږې د زړګي ټوټې
سره سپينه چې کېږې د زړګي ټوټې

سترګې چې را واړوې مسکۍ شې لږ
ډېره مې خوښېږې د زړګي ټوټې

نېغه راشه زړه ته مېلمنه مې شه
سخته مې يادېږې د زړګي ټوټې

نور وخت به مې تل د ځيګر خواکې وې
اوس ولې شرمېږې د زړګي ټوټې

نوم د نن اخلم چې رسوا د کړم
اي د ((سنګر مينې)) د زړګي ټوټې

خلاصه کړه توده غېږه (امين) درځي
هېڅ مې نه هېرېږې د زړګي ټوټې

امین الله

حق وایم ، حق آورم او په حق سره د حق دفاع کوم ان شاءالله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button