د هلمند د جګړې اوپراتيفي مشر جبار قهرمان استعفا ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۴) الماس خدرخېل
په هلمند کې د افغان ځواکونو د هماهنګۍ ادارې مشر او د افغانستان د ولسمشر خاص نظامي استازي، عبدالجبار قهرمان له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.
عبدالجبار قهرمان په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال هلمند ولایت ته ولیږل شو چې د مرکز لښکرګاه د سقوط له امله اندېښنې زیاتې شوې.
اما دغه پخوانی جنرال چې دوه میاشتې کیږي له هلمند څخه کابل ته راستون شوی ویلي، چې ولسمشر یې د هلمند په دفاعي او امنیتی ادارو کې د اصلاحاتو وړاندیزونو ته “مثبت ځواب” نه دی ورکړی.
قهرمان وویل: “استعفا مې ورکړې ده او ورته [حکومت ته] مې ویلي چې په دغه شکل زه خپلې دندې ته دوام نشم ورکولی او په خبره يې چې تردې دمه یې استعفا منل شوې نه ده.
امریکايي پوځیانو د پنجشنبې په ورځ [اپریل ۲۰] اعلان وکړ چې هلمند ولایت ته په راتلونکو دوو اونیو کې ٣٠٠ تازه دمه سمندري عسکر استوي.
قهرمان وایې، چې د افغانستان په مسلحو قواوو کې بنیادي ستونزه کمزوری مدیریت دی چې حکومت يې باید د حل کولو لپاره ګام پورته کړي.
هغه د هلمند د پولیسو په لیکو کې بې نظمیو ته په اشارې وویل چې “موږ په پولیسو کې په لویه کچه تغیراتو ته ضرورت لرو.”
د ولسمشر يوه ویاند شاه حسین مرتضوي د عبدالجبار قهرمان د استعفا په اړه بې خبرې وښوده.



