بلوچستان: ماین چاودنې ۷ مليشه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۴) الماس خدرخېل

د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې د ايران پولې سره په نږدې سيمه کې د دغه هېواد په سرحدي “اف سي” عسکرو د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، دغه عسکر تربت سيمې ته د پلټنې عملياتو لپاره تللي و.

د مليشه ځواکونو وياند خان واسع ويلي، مليشه ځواکونه په خپلو موټرو کې د کچ ولسوالۍ د مند په سيمه کې روان و چې چاودنه پرې وشوه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

چارواکي وايي، چاودنه د ريموټ کنټرول ماين په واسطه ترسره شوې ده.

امنیتي چارواکو ویلي چې د چاودنې د شدت له امله د عسکرو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د بلوچستان وزيراعلی نواب ثناءالله زيهري دا چاودنه غندلې او امنيتي ادارو ته يې د پلټنو امر کړی.

د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه دى منلې.

ځايي چارواکو يې پړه په يوه خپلواکۍ غوښتونکې (بلوچستان ليبرېشن فرنټ) وسله والې ډلې باندې اچولی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button