د ولسي جرګې غړو پر ولسمشر اشرف غني نيوکې وکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۵) الماس خدرخېل
د ولسي جرګې يو شمېر غړو پر ولسمشر نيوکې وکړې او له هغه يې وغوښتل چې، د جرګې د مصوبو د نه عملي کيدو په اړه د سپيناوي په موخه جرګې ته حاضر شي، چې د نه حاضرېدو په صورت کې به پر نورو لارو چارو غور وکړي.
د يادې جرګې يوې غړې ناهيد فريد ولسمشر غني پر تمرکز او ځان غوښتنې تورن کړ او ويې ويل، ولسمشر د ولسي جرګې دندو او مصوبو ته درناوى نه لري او د جرګې شتون يې تر پوښتنې لاندې راوستى دى.
هغې زياته کړه، د حکومت له چارو د څارنې لړۍ له شورا اخيستل شوې او حکومتولي تر دې کچې رسېدلې چې کله ولسمشر وغواړي هغه مهال خپل وزيران د استيضاح په موخه رالېږي او که چيرې ونه غواړي له استيضاح تېريږي.
نوموړې د هېواد د اساسي قانون د ٦٩مې مادې پر عملي کولو د ټينګار ترڅنګ وويل، له ولسمشر نه حکومتولي شړېدلې، دا ډول کار يو ديکتاتوري، استبداد او له دندې ناوړه ګټه اخيستل بلل کيږي.
ولسي جرګه کې د دايکندي استازي صادقي نيلي زاده وويل: افغانستان کې د ستونزو لويه برخه ولسمشر رامنځته کړې، ځکه يو موسسه يې حکومت يې رامنځته کړى دى.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د ناستې په وروستۍ برخه کې وويل، اداري پلاوى بايد له ولسمشر سره د ملي شورا د مصوبو په اړه ناسته ولري او د شورا مصوبو د عملي کيدو په اړه دې له هغه سره خبرې وکړي.
د هغه په وينا، که چيرې ولسمشر د شورا مصوبې عملي نه کړي نو د جرګې استازو ته به راپور ورکړل شي او له هغه وروسته به شورا د قانون په چوکاټ کې تصميم ونيسي.



