پنځلس محلي پوليس له وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۶) الماس خدرخېل

د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې پنځلس تنه محلي پوليس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي او ۴ پوستې يې د دوی په واک کې ورکړي دي.

وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د پښتونکوټ مربوط د خوزک او تندورک په سيمو کې د قوماندان رسول او قوماندان تمير په ګډون د څلورو پوستو ۱۵ تنه محلي پوليس (اربکيان) له دوی سره يوځای شوي دي.

طالبانو ويلي، د دغو اربکيانو په يوځای کېدو سره دواړه سيمې د دوی تر واک لاندې راغلې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو محلي پوليسو له ځان سره اوولس ميله درنه او سپکه وسله، ۵ آسونه، پنځه مخابرې او نور پوځي مهمات هم طالب وسله والو ته سپارلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه اربکيان د حقايقو په درک کولو سره طالبانو تسليم شول او زياتوي چې يادو پوليسو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به د حکومت همکاري پرېږدي.

په پښتونکوټ ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې طالبان د محلي پوليسو په پوستو وسله وال بريدونه کوي او ځايي پوليس مجبوروي چې يا تسليم شي او يا هم له سيمې وتښتي.

طالبانو تېره ورځ ويلي و، چې د نوموړې ولسوالۍ د بوزدانک په سيمه کې ورته د (قومندان احمد) په ګډون څلور محلي پوليس تسليم شول او د څلورو نورو پوستو پوليس له سيمې وتښتېدل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button