(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۶) الماس خدرخېل
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، تر هغې چې بشارالاسد په واک کې وي د سوريې جګړه پای ته نه رسېږي.
نوموړي رويټرز اژانس ته په يوه مرکه کې ويلي (سوریه باید د بشارالاسد څخه ازاده شي؛ نو د دې هېواد د شپږ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره به یو هواری پیدا شي).
اردوغان وايي، اسد په سلګونو زره کسان وژلي او په خبره يې چې اوس مهال درې ميليونه سوريايي کډوال په ترکيه کې اوسي، شاوخوا يونيم ميليون په لبنان، يو ميليون په اردن کې چې دې ټولو خپل ټاټوبی د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له لاسه پريښی دی.
هغه وويل، د اسد په موجوديت کې په سوريه کې د جګړې د ختمولو کوښښونه به مو بې فايدې وي.
په دغه مرکه کې اردوغان څرګنده کړه، چې د روسيې ولسمشر ولاديميرپوتین ورته ويل چې د بشارالاسد مدافع يا وکيل نه دی.
روسيه او ایران له ۲۰۱۵م کال راهيسې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د بشاراسد ملاتړ کوي.


















