ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
تيره هفته د افغانستان مشرقي ولايت ننګرهار په يوه غرنی سيمه کې د امريکايانو لخوا له ايټم بم وروسته په ټوله نړۍ کې تر ټولو غټ بم وغورځول شو، دغه بم چې د بمونو په مور ياديږي که د هر مقصد لپاره غورځول شوې وي زه يې په مقصدونو بحث نکووم، يواځې په دې بحث کووم چې لومړی دغه بم ولې د مور په نامه نومول شوی، يعنې په دغه خونکار او تباه کوونکي بم ولې د مور نوم ايښودل شوی، دويم دا چې هره مور ضرور يو ميړه لري، لهذا دغه بم لره هم يو ميړه ضروري دی.
لکه څرنګه چې مور په خپل اولاد ډيره مهربانه او رحم کوونکي ده، همدارنګه اسلام د همدغې مهربانی او رحم په مقابل کې په اولاد د مور ډير حقونه لازم کړي، او د اولاد او د مور ترمينځ يې يوه ډيره قوي رشته او جوړ پيدا کړی، داسې رشته چې د دنيا هيڅ لالچ او زور يې نشي غوڅولی.
يهود او نصاری تل کوشش کوي او اوس يې هم کوي چې د مسلمانانو ترمينځ ټولې قوي رشتې له منځه يوسي او يا هم کم له کمه سستې يې کړي، دا چې دغه بم ډيره تباهي کوي او نوم يې مور ده، معلومه خبره ده چې يهود او نصاری په دغه نام سره د اولاد او مور هغه قوي اسلامي رشته له منځه وړي يا يې کم له کمه کمزورې کوي.
د مور نام هغه لفظ ده چې يوازې په اخيستو سره يې اولاد ته ډير تسکين او اطمينان پيدا کيږي، دا چې نن د مور نام ياديږي او ورسره د بيشماره تباهي او بربادي خبره هم کيږي نو طبعي ده چې اولادونه په زړنو کې د مور مهرباني او شفقت ته د شک په سترګه وګوري چې همدا مقصد د يهودو او نصاری ؤ اصلي هدف او مقصد دی.
راځو دېته چې په ټوله نړۍ کې داسې مور نشته چې ميړه ونلري، دا ده دوه هفتې په تيريدو دي خو تر اوسه د همدغې امريکنی مور ميړه معلوم نشو، پوښتنه دا ده چې دغه مور په نړۍ کې څه ډول مور ده چې ميړه نلري، او په نړۍ کې چې کوم په اربونو او کربونو بمونه شتون لري دا يې څنګه او په څه ډول ږيژولي؟.
په رښتيا هم دغه امريکنی مور ميړه نلري، د دې لپاره چې دغه امريکنی مور په اينده کې وچه ونګرځي ومې غوښتل چې يو ميړه ورته پيدا او انتخاب کړم.
د همدغې امريکنی مور لپاره مې د ميړه په پيدا کولو کې ډير سوچ او فکر وکړ، د خپل ګران هيواد په ګوټ ګوټ کې مې خپل چورتونه او فکرونه وګرځول بالاخر مې د هيواد په يو غيرتي کونج کې يو ميړه ورته خوښ او انتخاب کړ، هغه دا چې د همدغې امريکنی مور لپاره د قندهار يا هلمند يو شاه زلمی تر ټولو غوره انتخاب دی.
د همدغې امريکنی مور شوخي او مستي ته مې چې وکتل نو له قندهاري يا له هلمندي زلمي پرته په بل چا مې يقين نراځي چې د همدغې امريکنی مور دغه مستي دې يخه کړي، او د هغې د ظلم او ستم دغه اوږده لاسونه دې له ګونډو لاندې کړي.


















