کابل ټکی کام| ۱۳۹۶، غوایی ۶- د راتلونکې جمعې په ورځ به د حزب اسلامي لومړۍ ډله زندانیان د دولت له زندانونو نه خوشي شي.
په کابل کې د حزب اسلامي له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د بندیانو لومړۍ ډله د سولې د هغه هوکړه لیک له مخې خوشي کیږي چې د تلې (میزان) میاشت کې د حکومت او حزب تر منځ لاسلیک شوی دی. په خپره شوې خپرپاڼه کې د بندیانو شمېر نه دی ویل شوی خو د معلوماتو له مخې به ۷۰ تنه حزبي بندیان له زندانونو نه خوشي شي.
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ په لاس لیک شوي هوکړه لیک کې ویل شوي د حزب اسلامي زندانیان به په دریو پړاونو کې خوشي شي.
حزب اسلامي له دولت نه غوشتي و چې په لومړي پړاو کې ۴۸۸ بندیان خوشي شي خو یوازې د ۶۸ تنو پر خوشې کولو هوکړه شوې ده.
ویل کبږي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به په راتلونکو څو ورځو کې راښکاره شي. د حزب اسلامي ځینې غړي وایي چې کابل ته د حکمتیار راتګ ته “د ګوتو په شمار” ورځې پاتې دي.
په کابل کې د حکمتیار پلویان نوموړي راتګ ته سترګې په لار دي او د ښه راغلاست په دود یې د کابل ښار په ځېنو څنډو کې عکسونه لګولي.


















