فضل قادر انډيوال
لمريز کال چې د افغانستان، ايران او د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې رسمي بڼه لري او په نورې نړۍ کې زيږديز کال رسمي دى.
لمريز کال د وري (حمل) له لومړۍ نيټې سره پيل کيږي چې د زيږديز کال د مارچ له ٢١ سره سمون خوري.
بيا د غوايي (ثور) لومړۍ نيټه د اپريل له ٢٢ نيټې سره برابره وي.
د مى ٢١ دغبرگولي (جوزا) له لومړۍ نيټې سره برابره وي.
د جون ٢٢ د چنگاښ (سرطان) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د جولاى ٢٤ د زمري (اسد) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د اگست ٢٤د وږي (سنبلې) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د سيپټمبر٢٤د تلې (ميزان) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د اکتوبر٢٤ د لړم (عقرب) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د نومبر ٢٣ د ليندۍ (قوس) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
دسمبر٢٣ د مرغومي (جدي) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د جنوري ٢١ د سلواغې (دلوې) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
د فبروري ٢٠ د کب (حوت) له لومړۍ نيټې سره برابره ده.
دا مهال په گردې نړۍ کې د کليزې په شمير يو کال پر درې نومونه رسميت لري ،يوه يې زيږديز (ميلادي/ عيسوي ) بلل کيږي،
دويم يې لمريز،هجري بلل کيږي، ددريم يې سپوږ ميز ( قمري) هجري بلل کيږي.
جنوري، فبروري، مارچ، اپريل، مى، جون، جولاى، اگست، سيپټمبر، اکتوبر، نومبر او دسمبر زيږديز کال د مياشتو نومونه دي.
محرم الحرام، صفرالمظفر، ربيع الاول، ربيع الثاني، جمادي الاول، جمادي الثاني يا (جمادي الاخر) رجب المرجب، شعبان المعظم، رمضان المبارک، شوال المکرم، ذوالقعده، او ذو الحجه؛ دا د سپوږ ميز کال د مياشتو نومونه دي.
ورى (حمل)، غوايي ( ثور)، غبرگولي (جوزا)، چنگاښ (سرطان)، زمري (اسد)، وږي (سنبله)، تله (ميزان)، لړم (عقرب)، ليندۍ (قوس)، مرغومى (جدي)، سلواغه (دلوه) او کب (حوت).
د زيږديز کال سرچينه د حضرت عسى (عليه السلام) له زيږيدو څخه اخستل شوى.
د هجري سپوږ ميږ کال سرچينه له مکې مکرمې څخه منورې ته د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم له هجرت څخه اخيستل شوى.
چې پيل يې حضرت عمر (رضي الله عنه) کړی دى.
دلمريز کال سرچينه هم هجرت څخه اخستل شوى.
بله دا چې لمريز او زيږديز کال بدلون نه لري هره مياشت يې بل کال ته په همدغه وخت راځي.
سپوږ ميز کال بدلون مومي چې بل کال ته لس ورځې وړاندې راځي بل کال ته روژه لس ورځې وړاندې راځي.

















