محمد رفيق هاشمي
تصوير
تصوير له ځان سره بلا ډېري خبرې لري
تصوير ته ګوره په ريښتيا ډېرې خبرې لري
تصوير په ګوړه کې د زهرو په څېر ځان راښيي
تصوير د ټرمپ او اوباما ډېرې خبرې لرې
تصوير پردی دی پردي پال پکې له ورايه برېښي
تصوير پردو ته د وفا ډېرې خبرې لري
تصوير دا وايي د بادار په غم به څنګه ژاړو
تصوير په خپلو د خندا ډېرې خبرې لري
تصوير له ما څخه د ما په نوم الهام اخلي
تصوير له ما او له ملا ډېرې خبرې لري
تصوير ژبون دی تصوير نن ته هېڅ ځواب نه لري
تصوير سبا ته تر سبا ډېري خبرې لري
( هاشمي ) پام!! اوس تصويرونه هم دوه مخي ښکاري
تصوير تزوير ته د ښکلا ډېرې خبرې لري


















