ارزګان چارواکي: له وسله والو طالبانو سره د جګړې توان نه لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۹) الماس خدرخېل
د ارزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، د دولت د نه پاملرنې له امله دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلی شي.
د ګيزاب ولسوال خوشحال بارکزی وايي، یاده ولسوالۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو له لوري محاصره ده او دولت ورته هیڅ پاملرنه نه کوي.
نوموړی وايي، نور د طالبانو سره د جګړې توان نه لرو او په خبره يې چې ټوله ولسوالۍ کې نه ټانګ شته، نه رينجر شته، امنيتي پوستو ته اکمالات په موټر سايکلو کېږي او مهمات هم په خلاصېدو دي.
د خوشحال په وينا، چې په څو-څو ځلي يې ولایتي او مرکزي ادارې ته وړاندیزونه کړي چې مهماتو ته اړتيا لري خو تر اوسه يې دغه اړتیاوې نهدي پوره شوي.
بل پلو د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، موږ ټولو ولسوالېو کې ستونزې لرو او لارې يې تړلي، خو موږ یوه میاشت مخکې ټولو ولسوالېو ته د پنځو میاشتو مهمات د هوا له لارې رسولي دي.
له تېرو لسو مياشتو راپديخوا وسله والو طالبانو د ارزګان په دولتي تاسيساتو او نظامي ځايونو، قرارګاوو او پوستو باندې پراخ بريدونه پیل کړل، چې تر دې دمه ډيری سيمې د دولتي ځواکونو له لاسه وتلي دي.



