ليکوال : امين وردګ
د نړۍ زبر ځواکونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي !
که دوى نيتونه راسخ کړي سوله ارو مرو راځي ان شاءالله.
نړيوال دلته اوبه د خپل ښکار په پار خړوي ؛ د ثبوت د پاره يې له هر عاقل سره لازم مواد شته !.
که دوى په افغانستان کې سوله او امن غوښتلاى ؛ نو همغه امارتي نظام د افغانستان په تاريخ کې امنترين نظام ٶ ؛ ولې يې ړنګ کړ؟
دوى په دې پوه دي چې ؛ حاکم د خلکو بايد خادم د خلکو وي ؛ که چيرې يو څوک خلکو ته خدمت و نه کړي ؛ حکومت هم نه شي پرې کولاى .
ښه نو ! د خلکو خدمت خو په افغانستان کې تر هر چا طالبان ښه کوي ؛ ځکه چې د طالبانو مشران د ولس په کوډلو کې شپې ورځې تېروي او د دولت مشران د لويو لويو سيمټي جدولو او شګلنو صندوقونو شاته.
دوى په دې هم پوه دي چې ؛ د افغانستان ولس د طالبانو شاته کلک ولاړ دى او يوازې هغه خلک د دولت پلوي کوي ؛ کوم چې په يو نه يو ډول له دولت سره تړاو ولري.
نړيوال په دې پوه دي چې ؛ د افغانستان پلازمېنه (کابل) هم د دولت تر امنيتي پوښښ لاندې نه دى ؛ نو افغانستان خو لا پرېږده ؛ ټول سړکونه يې د دولتي چارواکو له لوري (د عامو خلکو پر مخ) تړل شوي دي .
ډېر داسې ځايونه شته چې ؛ عام خلک پرې تګ راتګ نه شي کولاى ؛ حال دا چې ؛ هغه به د عامو خلکو مسلم حق هم وي ؛ دا په دې مانا ده چې ؛ د دولت دښمنان همدا عام خلک دي / يا خو لږ تر لږه دښمن يې د عامو خلکو په جامو کې ګرځي ؛ پدې خو نړۍ سترګې نه شي پټولاى ؟
داسې ډېر ثبوتونه شته ؛ مګر بايد اصل مطلب ته راشو :
که نړيوالو د افغانستان جوړول او دلته امن غوښتلاى ؛ نو دومره لويې او اوږدې جګړې ته څه اړتيا وه ؟
يوازې د دوى د مصارفو يوه سلنه (%) يې چې د طالبانو حکومت ته ورکړې واى ؛ نن به افغانستان په لمبو کې نه سوزېدلو.
د طالبانو په وخت کې به تجارانو خپلې شتمنۍ _له خپلو ځانونو سره_ په موټرو کې ګرځولې ، صرافانو به د لمانځه پر وخت يوازې څادرونه په پيسو باندې هوارول ، د شپې له خوا به په ډېرو بازارونو کې ساتوکي نه وو.
طالبانو په هر ولايت کې (ولايتي مېلمستون) لرلو او په هغه کې به ډېرو عامو وګړو هم په عادي ډول (وړيا) ډوډۍ خوړله.
د طالبانو له واليانو سره ليدنه دومره ساده وه ؛ چې آن تشه تالاشي هم نه اخيستل کېده.
د طالبانو واليان به له عامو خلکو سره په جوماتونو کې يو ځاى (پرته له ساتونکو) په صفونو کې درېدل.
دا ټول هغه حقائق دي چې ؛ نړيوالو ليدلي او څېړلي دي ؛ خو سترګې پرې پټيږي.
مګر ولې يې بيا هم د افغانستان ولسي نظام چپه کړ او پر ځاى يې ټولې هغه تورې او د افغان ولس قاتلې څېرې – د قدرت په ګدۍ کېنولې ؛ چې د وحشتونو تاريخ يې کتابونه ډک کړي او لا هم هغه دي له وحشته لاسونه نه اخلي ؟
که چېرې نړيوال وغواړي چې افغانستان يو د امن کور شي ؛ نو افغان ولس ته يې د پرېږدي چې ولس هر څوک غوښتل دوى د کومک ورسره وکړي.
د افغانستان امن د نړۍ امن دى او د افغانستان نا امني د نړۍ نا امني .
په دې خبره هم نړيوال پوه دي ؛ مګر موږ نه پوهېږو چې ولې لا هم (نړيوال په افغانستان کې دننه) جګړه ګرمه ساتي ؟ .
ممکن نړۍ تر کوم عقيدوي فشار لاندې وي ؟
ممکن نړۍ افغان ولس ته د ظلم تبرګى را اخيستى وي ؟
ممکن نړۍ د افغان ولس خپلواکي و نه شي زغملاى ؟
ممکن نړيوال دلته ښکرونه سره آزمويي ؟
ممکن دلته نړيوال غله راغلي وي او زموږ ګنجينې غلا کوي ؟
ممکن دوى ته د يوه (سوچه) اسلامي نظام زغمل ناشوني وي ؟
ممکن نړيوال دلته د بلې (نړيوالې جګړې) د پاره تمرينونه کوي او دغه ځاى د جګړې د ميدان د پاره مناسب ورته ښکاره شوى وي ؟
الله خبر دى چې څه دي ؟
هغه د اسامه خبره خو هم ګونګه شوه ؛ کنه دوى خو لومړى په اسامه پسې راغلي وو (!؟)
عجب !
اسامه يو فرد ٶ او د يوه فرد وژل ډېره عادي خبره وه ؛ هغه هم د طالبانو په (بې تلاشۍ) نظام او د دوى په دې (پرمختللې) تکنالوژۍ کې !
خو نه ! دا ټولې کيسې بل ډول ښکاري ؟
اوس !
شپاړس کاله يې جګړه وکړه ، رسماً يې خپله ماتې اعلان کړه ؛ مګر لاهم نظاميان را استوي ؟
مشران يې ښه په سپين سترګۍ سره امر او اجازه ورکوي چې “د اسلامي لښکرو بنديان د شکنجه شي” حال دا چې نړۍ ورته ګوري او څه نه ورته وايي !
نڅوړ : افغانستان د افغانانو ګډ کور دى او په دغه کور کې د افغان ناموس اوسيږي ؛ نو د افغان غيرت د هر متجاوز ککره په چکوش وهلې او وهي يې .
که څوک يې نه مني ؛ نو تاريخونه د وګوري او حقائق د وڅيړي ؛ که نړۍ دلته امن غواړي ؛ نو نيتونه د سم کړي ؛ هم زموږ پکې ګټه ده هم د دوى .
مګر سوله هغه مهال شونې ده چې ؛ کله تېري ته د پاى ټکى کېښودل شي !.

















